د جرمني ولسمشر: ولس باید توکمیر تعصب او د یهودیت ضد فکر ونهلري
![د جرمني ولسمشر: ولس باید توکمیر تعصب او د یهودیت ضد فکر ونهلري](https://gdb.rferl.org/4751A0FA-1A80-443A-AC0F-2A857EF8C4D8_w800_h450.jpg)
د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر وايي چې د جرمني ولس باید توکمیز تعصب او د یهودیت ضد فکر له سره وباسي.
فرانک والتر شتاین مایر پرون د فبرورۍ په ۱۳مه د نړیوالې جګړې پر مهال د متحده ځواکونو لهخوا د جرمني پر درسدن ښار د بمبارد د ۷۵مې کلیزې په مناسبت دا خبرې کړې دي.
هغه مهال په درسدن کې ۲۵ زره کسان په بمبارد کې وژل شوي وو.
په درسدن کې د ښي اړخ افراطي افکارو پلویان زیات فعال دي.
د جرمني ولسمشر پرون وویل وېره لري چې ښايي د یهودانو ضد فکر او توکمیز تعصب لا هم د خلکو له ذهنه نهدی وتلی او سوکه سوکه د جرمني د خلکو په ورځني ژوند اغېز کوي او په ډیموکراتیکو ادارو کې ریښې غځوي.
د بریتانیا او امریکا د ځواکونو الوتکو په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د فبرورۍ له ۱۳مې تر ۱۵مې ورځې پر درسدن بمبارد وکړ او په ښار کې یې داسې لمبې بلې کړې چې ۲۵ زره کسان پهکې ووژل شوو.
د جرمني ولسمشر په پرونۍ وینا کې که له یوې خوا پر درسدن د بمبارد د قربانیانو د درناوي خبره وکړه له بله پلوهیې د دوهمې نړیوالې جګړې په تړاو د جرمني د مسؤلیت پر منلو ټینګار وکړ.