له روسيې څخه چين ته د دربست الوتکو الوتنې ودرول شوې
![له روسيې څخه چين ته د دربست الوتکو الوتنې ودرول شوې](https://gdb.rferl.org/5F23D4E7-B353-40B8-9DD8-31E45FE9F1AF_w800_h450.jpg)
د کرونا وايروس د خپرېدو له بېرې، له روسيې څخه چين ته سر له ننه د چارټر الوتکو هر ډول پروازونه ودرول شول.
نن تر دې اقدام مخکې روسي چارواکو هغو دربست الوتکو ته چې روسي اتباع يې له چين څخه انتقالول، د الوتنې اجازه ورکړه.
له ټولې روسيې څخه چين ته منظمې الوتنې دوې اوونۍ مخکې درول شوې وې، خو ځينو شرکتونو ته د مسکو د شيري ميت يفو هوايي ډګر له يوه ليرې ترمينل څخه د الوتنو اجازه وه.
له کله چې په ډسمبر مياشت کې د چين په وهان ښار کې کورونا وايروس کشف شو، روسيې خپل په سلګونو وګړي له چين څخه انتقال کړي دي.
چينايي چارواکو نن جمعه وويل، په دغه هېواد کې په کورونا وايروس ١٣٨٠ کسان مړه شوي، ٦٣زره ٨٥١ تنه نور ورباندې اخته شوي دي.