د کابل په دوو سیمو کې نشهیي مواد ونیول شول
![د کابل په دوو سیمو کې نشهیي مواد ونیول شول](https://gdb.rferl.org/EFC9ED6C-AC32-4B0F-9BA2-1F82511D2899_w800_h450.jpg)
په کابل ولایت کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئین او نشهيي ګولۍ ونیول شوې.
له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې ۲۰ کیلو او ۷۶۰ ګرامه هیروئین ونیول. دا نشهيي مواد او قاچاق کوونکي د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې له ۲۰ ورځو راهیسې د پولیسو لهخوا په خاص ډول څارل کېدل، دوی د عملیاتو په نتیجه کې څه د پاسه ۲۰ کیلوګرامه هیروئینو سره ونیول شول."
په دوهمه پېښه کې د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند سیمې په یوه کور کې ۳۶۹۰ ټابلېټ (K) ګولۍ ونیول شوې.