له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتو ۳۱ مه کلیزه
د فبرورۍ ۱۵مه، له افغانستان د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده.
د پخواني شوروي د ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د حیرتان پر بندر تېره شوه او د افغانستان اشغال رسماً پای ته ورسېد.
له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وروستۍ ډلګۍ مشري جنرال بوریس ګروموف کوله.
له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو.
د پخواني شوروي ځواکونه د ۱۹۷۹ میلادي کال د ډېسېمبر په میاشت کې افغانستان ته را ننوتل.
د رپوټونو پر اساس، د افغانستان د اشغال په نهو کلونو کې د شوروي ۱۵ زره عسکر ووژل او ګڼ شمېر ټپیان شول.
خو میلیونونه افغانان د جګړې له امله ووژل، ټپیان، بې کوره او نورو هېوادونو ته مهاجر شول.
د فراه اوسېدونکی، ضیا الدین نورزی د افغانستان د اوږدې جګړې له قربانیانو دی او دازادي راډیو خبریال ته وايي: "جنګ بدبختي راوړې، جنګ تباهي راوړې، جنګ زما په څېر خلک معلول کړي دي."
له افغانستانه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د شوروي پلوي حکومت سقوط وکړ او د مجاهدینو ترمنځ خونړیو کورنیو جګړو ته لاره خلاصه شوه.