د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د چین خبرداری
![د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د چین خبرداری](https://gdb.rferl.org/4E458A04-71B8-445A-957D-5717F62C8084_w800_h450.jpg)
هغه کسان چې پېکېنګ ته ستنېږي، څوارلس ورځې اجباري قرنطین کېږي.
چینایي چارواکي هڅې کوي چې د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا مخه ونیسي.
بیجېنګ ډیلي ورځپاڼې نن خبر ورکړ، که چا له قرنطین کولو ډډه کوله مجازات به شي.
خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د اجباري قرنطین پروګرام به څرنګه پلی کېږي.
د دې اخیستونکې ناروغۍ د تلفاتو شمېر په چین کې یو زر پنځه سوه درویشتو ته ورسېد.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ټوله نړۍ کې تر اووه شپیته زره ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.