پاکستان ته د افغانستان د ګلف ملي لوبډلې سفر
![پاکستان ته د افغانستان د ګلف ملي لوبډلې سفر](https://gdb.rferl.org/B399E11B-C1A9-49AE-AC5C-B121A7D38BA3_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ګلف ملي لوبډله نن پاکستان ته لاړه.
د افغانستان د المپیک ملي کمیټې مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې د ګلپ څلورکسیزه ټيم د ګلف په اماتور تورنمنټ کې د ګډون په هدف نن پاکستان ته سفر وکړ.
دغه سیالۍ د فبرورۍ په ۱۶ د پاکستان د ګلف فدراسیون په کوربه توب پیلېږي.
د ګلف فدراسیون مسوولینو د معلوماتو پربنسټ په دغو لوبو کې د افغانستان سربېره د پاکستان او د سیمې د هېوادونو نور ټيمونه هم لوبیږي.