چارواکي: سږني اورښتونه د سمسورتیا لپاره ښه زیری دی
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د سږکال زیات اورښتونه د کال د سمسورتیا لپاره ښه زیری دی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند احمد سیر نیکزاد بیا یکشنبې ازادي راډیو ته وویل، چې د سږکال وروستي اورښتونه کولی شي د راتلونکي کال لومړیو کې د اوبو کچه به ټول افغانستان کې لوړه شي.
هغه زیاته کړه: "د سږکال اورښتونو ته په کتو ویلی شو چې راتلونکی کال لومړیو کې به د ځمکي لاندې او په سر د اوبو کچه لوړه شي خو تراوسه پورې نشو ویلی چې راتلونکی کال به د اوبو سطحه څومره لوړه شي."
خو دغو اورښتونو سږ کال د هېواد په یو شمېر سیمو کې درانه مالي او ځاني زیانونه هم درلودل.