چارواکي: فراه کې د عنابو ۱۰۰ باغونه جورېږي
په فراه کې سږکال د عنابو ۱۰۰ باغونه جوړېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل د کرنې وزارت په دغه ولایت کې د ۱۰۰ باغونو د جوړولو لپاره ۱۶ زره نیالګي په بڼوالو ویشلي دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه باغونه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې جوړېږي.
عناب هغه وچه مېوه ده چې د ارزښت له مخې په سرو زرو مشهور دی.
عناب د هېواد په ځینو سېمو کې په خپل سر شنه کېږي او په ځینو نورو سيمو کې بیا د کرنې وزارت او خلکو له خوا کرل کېږي.
د افغانستان د کرنې وزارت مسؤلین وايي، فراه د هېواد په کچه د عنابو تر ټولو مهم تولیدونکی ولایت دی چې د مګړۍ په دې ولایت کې په یو زر او ۲۰۰ هکټاره ځمکه عناب کرل شوي دي.
د مسؤلینو د معلوماتو له مخې کرنې وزارت په پام کې لري چې سږکال په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د عنابو باغونه جوړ کړي.