د ولسمشر غني دویم مرستیال پاکستان ته لاړ
![د ولسمشر غني دویم مرستیال پاکستان ته لاړ](https://gdb.rferl.org/3AA4DDA5-818C-4FF0-85CC-3AA3FBE500CA_w800_h450.jpg)
د افغان ولسمشر دویم مرستیال په پاکستان کې د کډوالو په اړه جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې د ګډون په هدف نن اسلام اباد ته ولاړ.
د ښاغلي دانش مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست او د کډوالو چارو وزیر دې سفر کې د دویم مرستیال ملګرتیا کوي.
پاکستان ته د افغانانو د کډوالېدو د څلویښتمې کلیزې په مناست دا کنفرانس سبا پيلېږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش او د شاوخوا شپیتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي په کې برخه اخلي.
د کنفرانس بحثونه به تر ډېره پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، ورته د اسانتیاوو په برابرولو او ورپیښو ستونزو ور ټول وي.