چارواکي: لوګر کې د طالبانو اکمالاتي مسئول نیول شوی
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، پل علم ښار کې یې د طالبانو اکمالاتي مسئول نیولی دی.
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وایي، د طالبانو دغه مسئول یې د هدفي عملیاتو په نتیجه کې نیولی دی.
هغه وویل: "تېره شپه د پل علم اړوند سیمو کې یو لړ هدفي عملیات وشول، دې عملیاتو کې د ګل حسین په نوم یو کس چې د طالبانو اکمالاتي مسئول و، نیول شوی دی."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لوګر د کابل په ګاونډ کې پروت ولایت دی چې سږ کال د ژمي پر مهال هم په کې طالبان کله نا کله له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.