دفاع وزارت: د کندز په شورهخاک سیمه د طالبانو برید په شا وتمبول شو
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د کندز ښار په یوه څنډه (شورهخاک) سیمهیې د طالبانو برید په شا تمبولی دی.
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي له برید سره هممهاله سیمې ته تازه دمه ځواکونه ورسېدل چې هوایي ملاتړ هم ورسره و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې برید کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي او د دوی په خبره طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري بیا ازادي راډیو ته ویلي چې دې برید کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد برید کې خپلو ملګرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي، خو ادعا یې کړې چې ۱۹ سرتېري یې وژلي دي.