جاپان کې د قرنطین شوې کښتۍ په کرونا اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ واوښت
![جاپان کې د قرنطین شوې کښتۍ په کرونا اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ واوښت](https://gdb.rferl.org/0099FA1F-58E4-4023-8D13-2546767BD3BA_w800_h450.jpg)
د جاپان په ساحلونو کې د ولاړې قرنطین شوې کښتۍ څو نورې سورلۍ هم په کرونا ویروس اخته شوي.
د امریکا د الرژۍ او انتاني ناروغیو د ملي انسټټیوټ رئیس انتوني فوچي پرون سي بي اس ته ویلي په کرونا ویروس په اخته شویو کسانو کې ۴۰ امریکایان شامل دي.
د دې قرنطین شوې کښتۍ له نږدې ۴۰۰۰ سورلیو ۴۰۰ امریکايي اتباع دي.
اخوا جاپاني چارواکو اعلان وکړ چې په دې کښتۍ کې په کرونا ویروس د اخته سورلیو شمېر له ۳۵۰ اوښتی دی.
کرونا ویروس د چین له ووهان ښاره له تېر ډسمبر پیل او په چټکۍ د نړۍ لسګونه هېوادونو ته وغځېد.
د چین چارواکو ویلي چې یکشنبه د دې ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶۶۵ ته رسېدلی او تر اوسه څه باندې ۶۸ زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي.