ټرمپ په ادلب کې پر روان تاوتریخوالي اردوغان ته اندېښنه ښودلې
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د خبرو پر مهال د سوریې په ادلب کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې.
سپینې ماڼۍ ویلي، دې ټیلیفوني خبرو کې ښاغلي ټرمپ پر روسیې غږ کړی چې د سوریې رژیم د (بېرحمیو) ملاتړ پای ته ورسوي.
ډونالد ټرمپ د سوریې نهه کلنې جګړې پای ته رسېدو لپاره په سیاسي حللارې ټینګار کړی.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې یوه ورځ وروسته انقره او مسکو بیا خپلو کې خبرې وکړي، ترکیه د سوریې رژیم د مخالفانو او روسیه بیا د بشارالاسد د حکومت پلوي کوي.
د روسیې په هوایي ملاتړ سوري ځواکونو په الیپو ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی او د مخالفانو د وروستي سنګر ډېرې برخې یې نیولې دي.
ترکیه چې د بشارالاسد د مخالفو اورپکو ملاتړ کوي، روسیې ته خبرداری ورکړی چې ادلب کې خپل بریدونه ودروي.
ترکي چارواکو ویلي، که د سوریې ځواکونه د همدې میاشتې تر پایه له ادلب ونهوځي، ترکیهیې ممکن د ایستو لپاره پوځي لاره خپله کړي.