د قبايلي ضلعو په خيبرپښتونخوا ورګډولو بهير کې ستونزې؟
![د قبايلي ضلعو په خيبرپښتونخوا ورګډولو بهير کې ستونزې؟](https://gdb.rferl.org/6E63CADA-1AA0-4F44-8205-AB9FCA65A79E_w800_h450.jpg)
د فبرورۍ پر ۱۸مه نېټه په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند تر سیورې لاندې شوې غونډه کې ګڼو سياسي ګوندونو د پخوانی فاټا په خيبرپښتونخوا کې د ضم کولو د بهير پر ورووالي نيوکې وکړې. په غونډه کې د ضم کېدو بهير تېزولو په لړ کې ۳۱ نکتې په ګوته کړل شوې. د قبايلي ضلعو په خيبريښتونخوا کې د ورګډولو بهير د خلکو ژوند له کومو ستونزو سره مخامخ کړی دی؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې له مومندو د عوامي نېشنل ګوند استازي نثار مومند، په قامي اسمبلۍ کې له خيبره د تحريک انصاف غړی اقبال اپريدي، له شمالي وزيرستان سره تړاو لرونکی خبريال رسول داوړ او د مشال راډیو خبريال غلام غوث سره څېړل شوې دي