چارواکي: سرپل کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي
په سرپل ولايت کې بيا ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي، امنيتي ځواکونو د طالبانو ډله ييزه حمله په شا تمبولې ده.
دې قول اردو په يوه اعلاميه کې ويلي وسله والو طالبانو تېره شپه د ملي امنيت پر يوه پوسته حمله وکړه، چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
په اعلاميه کې ويل شوي، دغه حمله دوه ساعته روانه وه، چې طالبانو ته په نتيجه کې درنه مرګ ژوبله واوښته.
٢٠٩ شاهين قول اردو وايي، د طالبانو درې مهم قوماندانان، ابوبکر، عيسى او ملا محمود له ٦ نورو وسله والو سره وژل شوي او ١٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
په دې حمله کې د افغان قواوو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.