پنجشیر والي د عبدالله عبدلله له دریځه ملاتړ وکړ
د پنجشیر والي په یوه غونډه کې د عبدالله په مشرۍ د حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ.
د دې ولایت د غونډو په تالار کې راټولو شویو کسانو ته کمال الدین نظامي وویل، عبدالله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پنجشیر د خلکو په ۱۰۰ کې ۹۰ رایې ګټلي، او له همدې کبله یې پریکړه وکړه چې د نوموړې په مشرتابه د اعلان شوي حکومت ملاتړ وکړي.
په دې غونډه د پنجشیر ولایت د غونډو له تالار څخه د ولسمشر اشرف غني وروستي تصویر هم لرې او پر ځای یې د عبدالله عبدالله تصویر د منتخب ولسمشر په توګه وځړول شو.
دا په داسې حال کې ده چې نن په پروان ولایت کې هم د ثبات او همپالنې د ټیم سلګونو پلویانو د هغه څه خوښي ولمانځله چې دوی په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله بریالیتوب باله او ویې ویل چې ډیر زر به دې ولایت ته د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د جوړیدونکي حکومت له خوا والي معرفي کړي.
د ښاغلي عبدالله په ملاتړ دا غونډې په داسې حال کې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې په کې ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی.
د عبدالله په مشرۍ انتخاباتي ډلې دا پایلې رد کړي.
خو په بلخ او هرات کې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلانه هرکلی شوی او د کمېسیون له لوري د بریالي اعلان شوي شخص ولسمشر غني ملاتړ کوي.