د جاپان ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو ته د افغان لوبغاړي غوره کېدل
په ایران کې افغان کډوال او ملي لوبغاړی شاه محمود نبرد د جاپان د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو لپاره غوره شو.
د افغانستان د المپیک کمیټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل چې د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو لپاره نن په کابل کې د مونډو د غوراوي په هدف سیالۍ پیل شوې.
په دغه بهیر کې له بېلابېلو ولایتونو ۹ لوبغاړو ګډون کړی وه.
بلاخره شاه محمود نبرد وتوانېده چې د ۱۰۰ متره واټن په 10.58 ثانیو کې ووهي، خپل سیالان مات او د جاپان د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو لپاره غوره شي.