امریکا ته د ویکيلیکس د زنداني بنسټګر ژولیان اسانژ د سپارلو بحثونه
![امریکا ته د ویکيلیکس د زنداني بنسټګر ژولیان اسانژ د سپارلو بحثونه](https://gdb.rferl.org/0A3F179E-5C7E-4314-86E4-E7F29CCCF231_w800_h450.jpg)
د لندن په یوه محکمه کې په دې اړه بحثونه پيل شوي چې د ویکيلیکس زنداني بنسټګر ژولیان اسانژ امریکا ته وسپاري او که نه.
اسانژ د جاسوسۍ په ګډون د ١٨ تورونو له کبله د امريکا لپاره مطلوب دى، که چېرې مجرم وګڼل شي، په څه باندې ١٧٥ کلونو بند به محکوم شي.
اته څلویښت کلن اسانژ چې په اپرېل مياشت کې ونيول شو، د هغه مدافع وکيلانو او ملاتړو امريکا ته د هغه له سپارلو سره مخالفت څرګند کړ او ويې ويل په امريکا کې به يې محاکمه عادلانه نه وي.
پر اسانژ لګېدلي تورونه په ٢٠١٠ میلادي کال کې د هغه د ډلې له اقداماتو سره تړاو لري، چې د امريکا ګڼ پټ نظامي اسناد يې خپاره کړي وو.
ویکيلیکس په ٢٠١٦ میلادي کال کې هم د امريکا د ډيموکرات ګوند د ملي کمېټې ايمېلونه خپاره کړل، چې د امريکا د تحقيقاتو پر اساس د روسيې پوځي هککرانو هک يا غلا کړي وو.
دا ايميلونه د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د کمپاينونو پر مهال هک شوي وو، چې د تحقيق کوونکو په باور هدف يې د اختلاف ايجاد او د ډونالډ ټرمپ د کانديداتورۍ له پياوړتيا سره مرسته وه.