امریکا: ایران ته د بشري مرستو د استولو کانال فعال شوی
د امریکا متحده ایالات وايي، په سویس کې رامنځته شوی د بشري سوداګرۍ نوی کانال په بشپړه توګه فعال شوی.
دا چینل کمپنیو ته اجازه ورکوي چې ایران ته خواړه، درمل او نور حیاتي مواد پرته له دې چې د امریکا له بندیزونو سرغړاوی وکړي، واستوي.
د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچین د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل "د سویس د بشري سوداګرۍ هوکړهلیک به مرسته وکړي چې د ایران خلکو ته بشري مواد پرته له دې چې رژیم ترې ناسمه استفاده وکړي ورسېږي."
د سویس د بشري راکړې ورکړې هوکړه د جنورۍ په وروستیو کې په ازمایښتي توګه وکارول شوه. منوچین وايي، اوس د سوداګرۍ فعالیت ته اجازه ورکړل شوې او دا په دې معنی چې دا سیستم په بشپړه توګه فعال شوی.
دا سیستم ډاډمنوي چې د دې هوکړې له مخې د کېدونکې سوداګرۍ هېڅ عواید او ګټه ایراني رژیم ته ولاړه نهشي. امریکا پر ایران تور لګوي چې د راکړې ورکړې دا ډول چینلونه د درغلیو او ترهګرۍ د ترویج لپاره کاروي.
ایران تل دا تورونه رد کړي دي.