کندز کې د یوې کورنۍ د ۷ غړو قاتل ووژل شو
د کندز امنیه قوماندانۍ د یوې کورنۍ د اووه غړو په وژنه د یو تورن قاتل د نیولو خبر ورکوي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرتالله اکبري نن ازادي راډیو ته وویل، د دې کورنۍ غړي د شخصي دښمنۍ په پایله کې د شنبې په شپه د امام صاحب ولسوالۍ په کنم کلي کې په خپل کور کې په بېرحمۍ سره وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په کنم سیمه کې د یوې کورنۍ اووه غړي د کلشنیکوف د مرمۍ په وسیله په ډېرې بېرحمۍ سره وژل شوي وو."
د اکبري په وینا په پېښه کې څلور نارینه او درې ښځې وژل شوي او د کورنۍ دوه زامنيې ټپیان شوي دي.
پولیس وايي چې له تورن څخه تحقیقات پیل شوي دي.