اسرائیل د کرونا ضد څلورم ډوز تقویتي واکسین تطبيقوي
د دغه هېواد صدراعظم نفتالي بېنېټ پرون په یوه ټلوېزيوني وینا کې وویل، موږ اوس د دفاع یو نوی قشر خپل کړ.
اسرائیل تېره پنجشنبه هغو کسانو ته چې د بدن دفاعي سیستمونهیې کمزوري دي، د کرونا ضد واکسین د څلورم ډوز ورکولو اجازه ورکړه چې په دې اقدام کې هم د نړۍ تر نورو هېوادونو مخکې شو.
د کرونا ویروس اومېکرون بڼې په نړۍ کې په بېساري ډول ډېر کسان اخته کړي دي.
خو داسې ښکاري چې د کرونا ویروس دغه بڼه خفیف علایم لري او د مخکېنیو هغو پرتله د لږو کسانو د مړینې سبب کېږي.
