Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2022

د کابل او تخار یو شمېر خلک: طالبانو جوماتونو کې حاضري اخلي، خو طالبان‌یې ردوي 

0
د کابل او تخار ځیني اوسېدونکي وایي چې طالبانو جوماتونو کې خلکو ته د حاضرۍ کتاب جوړ کړی دی.


د کابل ښار د څلورمې حوزې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت کارکوونکو څو ورځې وړاندې د امام ابوحنیفه جومات کې خلکو ته ګواښ کړی، که هره ورځ په جماعت کې لمونځ ادا نه‌کړي، نو جریمه به شي.


د دوی له ډلې یو یې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې څو ورځې وړاندې یو شمېر کسان چې ځانونه یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت کارکونکي معرفي کړل دې جومات ته راغلل او خلکو ته یې ګواښ وکړ،که له دې وروسته په جماعت کې حضور و نه لري، د طالبانو له خوا به ونیول شي.


دی وايي، طالبانو دوی ته ویلي چې ډېر ژر به په دې جومات کې د حاضرۍ پروسه هم پیل کړي.


ده وویل: "د امر بالمعروف کارکوونکي راغلل او خلکو ته یې وویل سر له سبا باید ټول لمانځه کې حاضر وئ، که هرڅوک جومات کې حاضر نه و اول جریمه کیږي بیا وروسته ریاست ته وړل کیږي او هلته شکنجه کیږي، او زیاته یې کړه؛ څو ورځې وروسته د حاضرۍ لیست یا جدول اماده کیږي او ویې ویل؛ موږ هره سیمه کې نفر لرو که څوک رانغلل موږ ته وایي."




د یو شمېر نورو ولایتونو د اوسیدونکو په وینا له کابل وړاندې په نورو ولایتونو کې طالبانو خلکو ته د حاضري کتاب ایښې او دا بهېر یې عملاً پیل کړی دی.


سلطان د تخار د رستاق ولسوالۍ اوسیدونکی دی.


دی وایي چې د دې ولسوالۍ ډیری جوماتونه حاضري لري او که څوک په جماعت کې ګډون و نه کړي د طالبانو له خوا وهل او ډبول کیږي.


سلطان ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو دوه ورځې وړاندې یو سپین ږیری سړی او یو ځوان له دې امله وهلي او ډبولي چې جماعت کې ېې ګډون نه دی کړی.


هغه پېښه چې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم د خلکو پام همځان ته اړولی.


سلطان وایي، چې د رستاق ولسوالۍ، اخلاص، حضرت واقف، حاجي خواجه، حاجي شاروال او پیرمقول جوماتونو کې حاضري اخیستل کېږي.


نوموړی زیاتوي:"د لمونځ کوونکو لپاره حاضري ده، او څوک چې لمونځ ته نه راځي،هغوی جریمه کیږي، او وهل کیږي ډبول کیږي، یو دوه ورځې مخکې یو ځوان، او یو د پاخه عمر سړی یې په دی خاطر وهلي وو چې جومات ته نه و راغلي."


هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دغه جوماتونو له مسوولانو سره هم خبرې وکړو خو په دې کابل بریالي نه شوو.


د دې ترڅنګ د تالقان ښار یو شمېر اوسیدونکي ازادي رادیو ته تائیدوي چې د دغه ښار په جامع جومات کې طالبانو د یکشنبې په ورځ یو سړی په جماعت لمانځه کې د نه ګډون له امله وهلی او ډبولی دی.


د تالقان ښار اوسیدونکې رابعې ازادي راډیو ته وویل:"پرون ورځ په جامع جومات کې یو کس چې خبر یې هم نه درلود، او جومات ته راتلل هم ورته ستونزمن وو، هغه هم طالبانو ډیر زیات وهلي او ډبولی چې ولی جومات ته نه راځې."


خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند دغه ټولې ادعاوې ردوي او وایي چې طالبانو د افغانستان په هېڅ سیمه کې د لمونځ کوونکو لپاره حاضري نه ده جوړه کړې.


د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر، د دغه کسانو د وهلو او ډبلو د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا نه تائیدوو. زموږ د وزارت له خوا په دې اړه هېڅ چاته څه نه دې ویل شوي چې په جومات کی دی حاضري واخلي. حاضري اخیستل نه شرعي کار دی، او نه زموږ د وزارت تګ لاره; او پالیسي. په هره سیمه کې چی دغه کار ترسره شوی وي هېواد وال دې له موږ سره شریک کړي، موږ یې عاملین نیسو او سزا ورکوو. موږ په جوماتونو کی د حاضرۍ موضوع ردوو"


په همدې حال کې یو شمېر دیني عالمان وایي چې د لمونځ حکم فرض دی خو هېڅ څوک نه شې کولی په خلکو په جبر لمونځ ادا کړی.


ديني عالم فضل الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "لمونځ د اسلام دین دویم رکن دی او فرض دی او په دې کې هېڅ شک نه شته. حکومت دنده لري چې د لمونځ لپاره زمېنه برابره کړي خو اجبار او حاضري د حکومت دنده او وظیفه نه ده او دا کار د پیغمبر په دور کې هم نه دی شوې."


تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت تائید کړې وه چې په یوه توصیه نامه کې یې له خلکو غوښتي چې ږیره سنت ده او نور یې وه نه خرايي او د دې ترڅنګ خلک دې د موسیقۍ له اورېدو هم ډډه وکړي.


دغه وزارت تائیدوي چې د ښاري موټرونو له چلوونکو ېې غوښتي چې بې حجابه ښځې په موټر کې پورته نه کړي او ښځې بې محرمه له ۴۵ کیلومټره ډیر لیرې سیمو ته هم ونه رسوي.


د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وایي چې طالبانو دغه کار د شرعي اصولو له مخه کړی خو ټېنګار کوي چې د دغه توصیو د نه عملي کېدو په صورت کې دوی له زوره کار نه اخلي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России