میدان وردګ کې پر بې وزله بزګرانو د اصلاح شوېو غنمو تخم ووېشل شو
په میدان وردګو ولایت کې سلګونه بې وزله بزګرانو ته د اصلاح شوېو غنمو تخم ووېشل شو.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مسعین عمري رسنیو ته استول شوي خپرپاڼه کې ویلي چې یاد بهیر دوه ورځې وړاندې پیل شوی و او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.
د ښاغلي عمري د معلوماتو له مخې، دغه اصلاح شوي تخمونه د 'اېف.ای.او' او یو شمېر نور ملاتړو بنسټونه له خوا شااوخوا زر بې وزله بزګرانو ته ورکړل شول.
نوموړي ویلي، هر بزګر ته يوه ۵۰ کیلو ګرامه بورۍ ورکړل شوې ده.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، یاد بهیر به نور ولایتونو ته هم ډېر ژر وغځول شي.