اوچا: پروسږکال افغانستان کې ډېرې مرستې کورني بې ځایه شوېو سره شوي
دا اداره وایي چې په دوه زره یوویشتم کال کې نژدې اووه لکه کسان د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شول.
د اوچا د راپور له مخې دغه کسان د جګړو او بې وزلي له امله ونه توانېدل چې خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.
د اوچا د راپور له مخې په دوه زره یوویشتم کال کې یو اعشاریه ۲۷ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د اګسټ په پنځلسمه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په زرګونو کسان ایران او پاکستان ته اوښتې دي، خو اوچا په خپل راپور کې د دې کسانو وتلو ته اشاره نه ده کړې.
