Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2022

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل؛ بایډن: په دې تړاو بښنه نه غواړم

0
دامریکا دفاع وزارت یا 'پنټاګون' د تخلیې بهیر پرمهال کابل کې پر یوه کور د هوايي برید ویډیو خپره کړې ده. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د امریکا بې پیلوته الوتکه د څو دقیقو لپاره د کابل هوایي ډګر ته څېرمه یو کور څاري.


هدف یو کرولا موټر دی، له څو دقیقو مکس او څېړلو وروسته بې پیلوته الوتکه بمب ګوځاروي او یو لوی اور او لمبه بلېږي.


نیویارک ټایمز دا ويډیو د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته تر شکایت وروسته ترلاسه کړې او هغه یې چهارشنبه د مرغومي پر ۲۹ په خپله پاڼه کې خپره کړې ده.




دې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول.


امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و چې داعش له دغه کوره یو ځل بیا غوښتل پر کابل هوايي ډګر برید وکړي، خو پنټاګون لږ وروسته دا پېښه 'غمجنه تېروتنه' یاده کړه.


د دې برید په پایله کې د ایمل په نوم د یو افغان د کورنۍ لس غړي ووژل شول. ایمل نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس ان د دې ویډیو د لیدلو توانایي نه لري.




هغه نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و، د امریکا بښنې د دوی صرف یو درد دوا کړې او هغه دا ده چې خلکو ته ثابته شوه چې دوی ترهګرو ډلو سره اړیکې نه درلودې.


ایمل وویل: "بښنه زموږ کوم درد نه دوا کوي او زموږ د کورنۍ هغه لس غړي بېرته نه راژوندي کوي. د امریکا بښنې صرف دومره مرسته وکړه چې د بدنامۍ نوم یې له موږ لېرې کړ او  مالومه شوه چې امریکایانو تېروتنه کړې ده."


د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې دغه برید څو ورځې وروسته له هغې شوې وه چې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر په هغه برید کې چې مسؤلیت‌یې داعش اخیستی، د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او شااوخوا ۱۵۰ نور هم ټپیان شول.


تازه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) په سپینه مانۍ کې خپل د ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په پار خبریالانو ته وینا کوله وویل چې د کابل په هوايي ډګر کې وژل شوېو امريکايي سرتېرو ته خواشینی دى، خو ويې ويل که يې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ايستلي نه وای، نو بايد نږدې تر څلوېښت زره پورې سرتېري يې ور استولي واى.




هغه وايي: "شل کاله وروسته له افغانستانه وتل اسانه نه دي، هر کله چې وغواړئ امکان نه لري، خو زه د هغه څه له امله چې ترسره مې کړل بښنه نه غواړم.''


د امريکا ولسمشر جوبايډن يو ځل بيا له افغانستانه وتلو په تړاو د خپلې پرېکړې دفاع کړې او وايي، افغانستان د یو پیاوړي دلیل له مخې د امپراتوریو هدیره ده  او هېچا دا هېواد د يوه حکومت تر چتر لاندې، يو موټى کولى نه شواى.


ښاغلي بايډن چې سپينې ماڼۍ کې يې يوې خبرې ناستې ته دا څرګندونې کولې وويل، دوى هره اوونۍ افغانستان کې يو ميليارډ ډالر لګول.




نوموړي وویل:​ "موږ په افغانستان کې شل کاله هره اوونۍ یو میلیارد ډالر لګول، هر څوک چې فکر کوي چې کوم چا د دې وړتیا لرله چې افغانستان په یو حکومت کې سره راټول کړي نو لاس دې پورته کړي. افغانستان د یوه پیاوړي دلیل له مخې د امپراتوریو هدیره ده او یو موټي کېدو ته جوړ نه دی، ځکه نو پوښتنه دا وه چې ایا زه په افغانستان کې هره اوونۍ دغومره پیسو لګولو ته دوام ورکوم هغه هم په داسې حال کې چې پوهېدو چې د بریالیتوب لپاره باید زموږ پوځیان ووژل شي او موږ یې جسدونه بېرته هېواد ته واستوو، که نه نو بریالیتوب ناشونی و."


د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشتې په پای کې له افغانستانه ووتل.


که څه هم په نړیواله کچه د ناټو ځواکونو دا ماموریت تر پوښتنې لاندې دی، خو امریکا له افغانستانه د وتلو او دا شان د تخلیې پروګرام لپاره کمېټه ټاکلې، څو څېړنې وکړي چې ایا په افغانستان کې دوی بریالي وو او که نه؟






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России