طالبان لا هم وایي چې د ښځینه فعالانو د نېول کېدو په اړه خبر نه دي
![طالبان لا هم وایي چې د ښځینه فعالانو د نېول کېدو په اړه خبر نه دي](https://gdb.rferl.org/46c30000-0aff-0242-a734-08d9954dc413_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
په داسې حال کې چې په کابل کې د دوو ښځینه فعالانو په توقیفېدو نړیوالې ټولنې اندېښنې ښودلي، خو طالبان لا هم وایي چې پر دې پېښې خبر نه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون فرانس پرېس اژانس ته ویلي:" موږ هم کابل کې د ځينو ښځو د توقيفېدو خبر اورېدلی او له ټولو امنیتي ارګانونو سره په تماس کې شوي یو، خو هېڅ ښځه توقیف شوې نه ده، ځیني وخت متاسفانه یو شمېر ښځې د دې لپاره داسې اوازې خپروي چې لوېدیځو هېوادونو کې پناه واخلي."
ښاغلي مجاهد بیا فرانس پرېس ته ویلي، دوی د هغو معترضانو د ځپلو او زنداني کولو حق لري چې قانون تر پښو لاندې کوي.
د بښنې نړیوال سازمان وړمه ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ښځینه زندان د یوې لوړپوړې ښځینه کارکوونکې د توقیف په اړه څېړنه وکړي او که له دوی سره وي، خوشې دې کړي.