Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2022

په اوسلو کې د افغانستان په اړه ناسته؛ خلک: ماشومان مو وږي دي، نړۍ دې زموږ غږ واوري

0
په اوسلو کې د افغانستان په اړه ناسته؛ خلک: ماشومان مو وږي دي، نړۍ دې زموږ غږ واوري

په داسې حال کې چې د ناروې پلازمېنه اوسلو د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې کوربنه ده، یو شمېر کابل مېشتي بې وزله کورنۍ له نړیوالو غواړي چې افغانان له اوسني اقتصادي ناورینه وژغوري.

عبدالمطلب وایي، له خپلې نهه کسیزي کورنۍ سره په اسمایي غره کې په یوه کرایي کور کې اوسي او ۳ میاشتې کېږي چې ډوډۍ له تریخ چای سره خوري.

نوموړې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د خپل یو ملګري ټکسي موټر د میاشتې په لس زره افغانیو په کرایه کړی و چې د ټکسي چلولو له درکه یې د ورځې دوه درې سوه افغانۍ کور ته یو څه خرڅ ګڼلو.  

 خو عبدالمطلب وایي، له کله یې چې ملګري خپل موټر خرڅ کړی دی وزګاره  او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.   

عبدالمطلب وایي:" دغه نن شپه چې راځي درېیمه شپه ده چې زما ماشومان وږي پاتې کېږي؛ د افغانستان وضعیت تاسو ته ښه معلوم دی، چې دغسې یو حالت دی؛ ژمی دی او واوره وریږي. کار و بار پسې ګرځمه کار هم نه پیدا کېږي."

صالحه د کابل ښار اوسیدونکې او هغه کونډه مېرمن ده چې له تېرو ۳ کلونو راهیسې خپلو درې ماشومانو ته ډوډۍ ګټي.  

نوموړې، له دوه کلنو را پدېخوا په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکو لپاره اشپزي کوله.  

خو د اګست له ۱۵مې وروسته، دغه خصوصي ښوونځی تړل شوی او صالحه هم وزګاره شوې ده.  

نوموړې وايي، ماشومان یې ډیری وخت د شپې ډودۍ نه خوري او وږي ویدو کېږي، خو په خبره یې د سهار چای ته هم بیا په دسترخوان ورته څه نه لري.  

د دې په خبره پخوا یې ګاوندیانو ورسره مرسته کوله خو بد اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی، چې اوس یې ګاوندیان هم دومره وګټي چې خپل نسونه ماړه کړي.  

صالحه وایي:" بله لاره راته نه ده پاتې اوس د خلکو جامې وینځم ، خو بیا هم خلک دومره پیسې نه لري چې ما ته یې راکړي.  زه له نړیوالو غواړمه چې نور دې زموږ بیچاره افغانانو غږ واوري."   

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې پلازمېنه اوسلو نن د طالب چارواکو، د  امریکا، د اروپايي ټولنې د یو شمېر استازو او د افغانانو د بیلابیلو قشرونو، ښځو، مدني فعالانو او خبریالانو په ګډون د یوې مهمې غوندې کوربه ده.  

تمه دا چې دا غونډه تر سه شنبې دوام وکړي.  

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ناسته کې به د نورو موضوعاتو سربېره افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او شته ستونزو ته د حل لارو په اړه خبرې او بحثونه وشي.   

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکېن هوتفېلډ ویلي چې هېواد یې د افغانستان د روان بشري وضعیت له کبله ډېره اندېښنه لري ځکه د دې په وینا ملیونونه افغانان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دي.  

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم وايي، چې د طالبانو پلاوی به د اوسلو ناسته کې د مرستو د جلبولو لپاره د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره بحثونه او مجلسونه ولري.   

ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته وویل:" د اسلامي امارت پلاوی به د مرستو او کمکونو د جلب په برخه کې هلته بحثونه او مجالس ولري او هیله مندي ډېره شته چې اړوندو هېوادونو سره چې پلاوی مجالس لري د هغوي کمکونه او مرستې راجلب کړي، دې زماني مقطع کې د مرستو راجلبول او د افغانانو سره د اقتصادي ستونزو په رفع کولو کې همکاري کول حیاتي ارزښت لري.زموږ هیله مندي ده چې پرمختګ به په دې برخه کې وي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان هم دې غونډې ته خوشبینه دي.  

د اقتصادي چارو پوه تاج محمد تلاش وايي، نړیوال په دې هڅه کې دي، چې افغانان له بشری ناورین وژغوري.  

تلاش وایي:" اوس افغانستان د اقتصاد له پلوه داسې پړاو ته داخل شوی چې باید وعدې په عمل بدل شي او افغانان د دې حس وکړي چې نړیواله ټولنه دوی ته بشري مرستې کوي، بانکي سیستم یې تقویه کوي او همدارنګه غواړي چې د افغانستان په جغرافیا کې نقدې پیسې او جنس تزریق کړي تر څو موږ له دې بشري ناورین څخه وژغورل شو." 

د یادونې ده چې د روان زېږدیز کال د اګست میاشتې له پنځلسمې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې لوږه او بې وځلي ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده چې د نړۍ د هېوادونو او د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونو اندېښنې یې هم راپارولي.     

طالبان په افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي ناورين یو لامل د امریکا له خوا د افغانستان د نېږدې ۹.۲ پیسو کنګل کېدل هم یادوي او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د اسلو په ناسته کې به په دې اړه هم خبرې کېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ مخکې تر دې ویلي، دا یوه ډېره پېچلي موضوع ده او موږ په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په همغږۍ او همفکرۍ په دې اړه بحث کوو.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Москва увеличивает объемы специализированной медицинской помощи





Москва

Лукашенко лоббирует интересы Алиева по изоляции Армении


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В Москве открылись новые выездные площадки для регистрации брака



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Карди Би

«Мы все обдумываем»: Карди Би заговорила о примирении с Offset




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Спартак" обыграл "Рубин" со счетом 3:1

В полуфинале конкурса «Это у нас семейное» в ЦФО победили 74 семьи

Прощание «Спартака» с Джикией, «Зенит» в гонке за чемпионство. Итоги игрового дня РПЛ


Вера Звонарёва

Звонарёва проиграла американке Крюгер в квалификации турнира в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

"Ъ": "Яндекс" готовится начать серийное производство робокурьеров



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России