Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2022

طالبان: اوسلو کې ټولو لوریو سره رغنده خبرې شوي، ښو پایلو ته یې هیله‌مند یو

0
د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو حکومتي پلاوی له لویدیځو ډپلوماټانو سره د وروستۍ ورځې لپاره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.


هغه خبرې چې رسنیزه اجنډا یې په افغانستان کې د بشري ناورین د لا پراختیا مخنیوی، د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو بحثونه او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب دی.


خو دا خبرې د بندو دروازو تر شا روانې دي او له عمومیاتو پرته یې د بحثونو لپاره وضع شوي شرایط، وړاندیزونه او غوښتنې نه مطبوعاتي کېږي.


خو ناروې ته تللي د طالبانو د حکومتي پلاوي مشر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دا خبرې رغنده او هیله بښوونکي بولي.




دی وايي: "دا ځکه لاسته راوړنه ده چې موږ له نورې نړۍ سره د مفاهمې یوه ښه سټېج ته راغلو. ډېر ښه مجالس مو لرل، له دې مجالسو به افغانستان ته بشري د روغتیا او  پوهنې په برخو کې مرستې جلبوو انشاالله."


له طالب پلاوي سره په پرونیو خبرو کې د امریکا، ایټالیا، فرانسې، جرمني، بریتانیا، ناروې او اروپايي ټولنې استازو ګډون درلود.


ځینې لویدیځ ډپلوماټان چې دې خبرو کې یې ونډه اخیستې وايي، طالبانو سره یې په څرګند ډول خپلې اندېښنې شریکې کړي.


له دوی د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جسپر ویک په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ده په دې غونډه کې روښانه کړې چې ټول انسانان ازاد نړۍ ته راغلي او له حیثیتي او حقوقي نظره یو شان دي.




ښاغلی جسپر زیاتوي: "د افغانستان له چارواکو، امریکا او اروپايي استازو سره غونډه کې ما څرګنده کړه چې د خلکو زنداني کول، ترې تم کول او ځورول، د وېرې او ګواښ فضا جوړوي او تر خوا یې باید ټولې نجونې او ښځې ښوونځي ته لاس‌رسي ولري."




په ناروې کې د ټولو لوریو ترمنځ د خبرو له پیل وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي و، له خپلو متحدینو سره یو ځای د یوه ټول‌ګډونه، باثباته او د بشري حقونو خوندي افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.


په ورته وخت کې د طالبانو د حکومتي پلاوي مشر امیرخان متقي هم وايي، دوی د حکومت د ټول‌ګډونوالي لپاره هڅې کړي، خو په خبره یې کافي نه دي او غواړي داسې یو حکومت جوړ شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.


د اوسلو غونډه د افغانستان په اړه له بحثونو ور هاخوا، د طالبانو لپاره په یوه سرخوږي هم بدله شوې ده.


ناروې ته له رسېدو وړاندې او اوس‌مهال چې طالب پلاوی هلته دی، یو شمېر افغانان هره ورځ د اعتراض په ډول هغو سیمو ته راوځي چېرې چې غونډې کېږي او یا هم طالب چارواکي دېره دي.




دوی د طالبانو ضد شعارونه ورکوي او تېره شپه خو ان په لوډ سپېکر کې یوې نجلۍ په دې اعتراض چې د طالبانو حکومت په موسیقۍ بندیز لګولی، د 'سرزمین من' ترانه هم وویله.


په ناروې کې د افغانستان په اړه پیل شوې خبرې تر ډېره د طالبانو د حکومت له‌خوا پر ښځو د وضع شوېو محدودیتونو تر سیوري لاندې راغلي او طالب چارواکي یې هم مجبور کړي چې په اړه ډېر سپیناوی ورکړي.


هېره دې نه وي چې طالب چارواکو د غونډې په لومړۍ ورځ له یو شمېر  افغانانو سره چې د مدني ټولنو، د ښځو د حقونو د فعالینو او  خبریالانو استازي په کې شامل او د اوسلو غونډې ته رسمي بلل شوي وه هم کتلي او د بشري حقونو  اړوند مسایلو په اړه یې سره خبرې کړي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России