Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2022

د وزیر اعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې د چا لپاره وې؟

0
د وزیر اعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې د چا لپاره وې؟


 


د جنورې په ۲۳مه د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ''ستاسو وزیراعظم له تاسو سره'' په يو ټيليفوني پروګرام کې چې پر ټېليويژن په ژوندۍ بڼه خپرېدو د يوې پوښتنې په ځواب کې بغیر د چا د نوم اخيستو وويل چې دا خبردارې مې هم واؤرۍ چې که د حکومت نه بهر شوم نو بیا به  تاسو ته د پتيډو ځای هم نه ملاوېږي. 


''زه تاسو ته دا خبرداری درکوم، که له حکومته بهر شوم نو بیا به ستاس لپاره نور هم خطرناک ثابت شم، تر اوسه خو زه په خپل دفتر کې چپ ناست یم او تماشې کوم، خو که لارو کوڅو ته راوتم نو بیا به ستاس لپاره د پټيدو ځای هم نه وي ځکه چې ولس تاسو پېژندلي یاست.''


دا په داسې حال کې ده چې د فېبرورۍ په۲۷مه پاکستان پيپلز ګوند او د مارچ په ۲۳مه د اپوزېشن ګوندونو ايتلاف پاکستان جمهوري تحریک د عمران خان په مشرۍ د حکومت نسکورلو په موخه د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی دی.  


يوشمیر نړيوالو او پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې د وزیر اعظم عمران خان دا بیان د حزب اختلاف ګوندونو ته يو سخت پيغام بللی دی.  


خو د اپوزیشن پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند يو مشر او د پاکستان اطلاعاتو پخوانی وفاقي وزیر پرويز رشید وايي چې د عمران خان دا دړکه اپوزیشن ګوندونو ته نه بلکې هغه چاته ده څوک چې يې له اقتداره بهر کولای شي. 


''له سیاسی ګوندونو سره خو يې چې څه کول هغه يې تر اقتدار مخکې هم کړي دي او په اقتدار کې یې هم کوي او که له سیاسي مخالیفینو سره نور هم څه کول غواړي نو هغه هله ممکنه ده چې په اقتدار کې وي، که له اقتداره بهر شو نو بیا خو څه هم نه شي کولی، نو دا دړکه د هغه چا لپاره ده څو ک چې یې له اقتداره بې دخله کولی شي، سیاسی ګوندونه خو يې پرضد زیات نه زیات د عدم اعتماد تحریک په ‌‌‌ذریعه له اقتداره ایستلای شي، نو زه په باور سره وايم چې دا دړکه د هغه چا لپاره ده د چا په اړه چې وزیر داخله شیخ رشید وايي د هغوی لاس له عمران خان پر سر دی، خو ښکاري داسې هغه لاس اوس له سره اخوا شوی دی نو ځکه اوس چیغې وهي.''


د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ ته وه، ځکه پر وزیر اعظم عمران خان تور پورې کېږي چې هغه د پوځ په مرسته واک ته رسېدلی خو عمران خان او پوځ دواړه دا تورونه ردوي. 




د پخواني واکمن پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند د واکمنۍ پر مهال په پارلیماني ټاکنو کې د مبینه درغليو پرضد چې کله عمران خان په اسلام اباد کې د ۱۲۶ ورځو احتجاجي ناسته کړې وه او بیا چې کله د هغه ګوند تحریک انصاف د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې بریا تر لاسه کړه، نو تر هغه پس يوشمېر خبریالان او د اپوزیشن سیاسي ګوندونه هغه [عمران خان] د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو لاسپوڅی ګڼي.  


خو د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر په میاشت کې د راپورونو له مخې د وزیر اعظم عمران خان او پوځي مشرتابه ترمینځ د پوځي استخباراتي ادارې ای ايس ای د مشر په بدلولو اختلاف تر دې حده زیات شوي دي چې په اسلام اباد کې هر وخت دا ګنګوسې وي چې د عمران خان حکومت په ړنګيدو دی.


سیاسي شنونکې عاصمه شیرازي هم په دې اند ده چې اوس د واکمن تحریک انصاف ګوند او پوځي مشرتابه تر منځه اختلاف زیات شوي او عمران خان دا پيغام اسټېبليشمنټ ته ورکړی دی. 


''عمران خان خو د اپوزيشن ګوندونو لپاره وار له مخه خطرناک ثابت شوی دی، ميډیا يې هم له خطر سره مخ ده او څنګه چې د خپلې واکمنۍ په تېرو درې نيمو کالو کې د خپلو اقداماتو له امله ټول اعتراضي اوازونه بند کړي دي نو دا وروستۍ دهړکه يې هم اسټبلیشمنټ ته ورکړې ده، له دې علاوه خو موږ ته بل څوک نه تر سترګو کېږي چې دا بل چا ته پيغام وي، چې که د حکومت نه هم بهر ووتم نو خطرناک به ثابت شم.''


د جنورې په ۲۰مه د پاکستان شخصي جيو ټېليويژن سره په خبرو کې د داخله چارو وزیر شيخ رشید ويلي ول چې په دې ګنګوسو او راپورونو کې هېڅ حقيقت نشته چې ګنې د عمران خان او اسټيبلیشمنټ ترمینځ اختلاف دومره زیات شوی دی چې حکومت به يې ړنګ شي.  


''اسټبلیشمنټ او عمران خان په يوه پاڼه دي، وړې وړې ډزې ډوزې کېږي، لکه ورو ورو موسيقي، خو څوک هم پاخه راګونه نه وايي، زه اوس هم په خپل بیان کلک ولاړ یم چې ادارې د حکومتي تګلارو تر شا ولاړې دي او د ادارو تګلاره دا ده چې د منتخب حکومت تر شا به ولاړي وي، که یقین مو نه راځي نو حلفیه بیان به درته وليکم.''


تر دا مهال د عمران خان د دې موجوده بیان او د رسنیو او شنونکو په تبصرو د حکومت او پوځ لخوا کوم رسمي بیان نه دی جاري شوی. مشال راډيو د دې بیان د نيغ په نيغه مخاطب د شناخت په اړه د حکومتي دریځ معلومولو لپاره له يوشمیر حکومتي وزیرانو او پارلیماني غړیو سره رابطه وکړه خو هغوی په دې اړه څه ونه ویل، البته په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف يوه غړي اقبال اپرېدي وويل چې د عمران خان خبرداری پوځي ادارو ته نه بلکې اپوزيشن ګوندونو ته ورکړی دی.




 






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России