شمالي کوریا ۲ مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي
د جنوبي کوریا پوځ پرون چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) دا لنډ واټن ویشتونکي توغندي یاد کړل چې په خبره یې تر شل کیلو مترو پورې لوړ شوي او د ۱۹۰ کیلو مترو واټن له وهلو وروسته په ختیځ یا د جاپان په سمندرګې را پریوتي دي.
پر شمالي کوریا د بندیزونو له مخې دا هېواد د اټمي وسلو او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو له ازموینو منع کړای شوی دی، خو یو شمېر کارپوهان وایي، پیونګ یانګ د نوېو توغندیو په ازموینې سره هڅه کوي چې د امریکا له متحدو ایالاتونو او جنوبي کوریا سره په راتلونکې خبرو کې یو برلاسی دریځ ولري.
