د امریکا ساحلي ګارډ: ښايي د فلوریډا سواحلو کې ۳۹ کډوال وژل شوي وي
ساحلي ګارډ ته وړمه ورځ وروسته له هغې خبرداری ورکړل شو چې یوې تجارتي کښتۍ یو کس چې د ډوبې شوې کښتۍ په یوې ټوټې پورې نښتی و، ژوندی وموند.
دغه ژغورل شوي کس ویلي، په کښتۍ کې نور ۳۹ تنه سپاره وو او هېڅ یوه هم د ژغورنې واسکټې نه درلودې.
د ساحلي ګارډ یوې افسرې جو ان بورډیان Jo-Ann Burdian خبریالانو ته وویل، دغې کښتۍ د جنوري په ۲۲مه نېټه له باهاماس څخه حرکت پیل کړی و او د سمندر په سختو څپو کې ډوبه شوه.
ساحلي ګارډ د دې پېښې په احتمالي ژوندي پاتې شوېو کسانو پسې د الوتکو او کښتیو په ذریعه د لټون عملیات پیل کړي دي.
