Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2022

افغانانو لپاره د فولبرایټ پروګرام لغوه شو؛غوښتونکي: دا کار عادلانه نه‌دی

0
د افغانانو لپاره د فولبرایټ تحصیلي پروګرام لغوه شو، ښایي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغات ځوانانو لپاره بل د خواشینۍ وړ خبر وي ځکه له دوی په نړیوالو معیارونو د زده کړو فرصت اخلي.


۲۳ کلنه مریم په ۲۰۲۰م زیږدیز کال کې د امریکا د فولبرایټ پروګرام ته نوم ثبت کړ.


د مریم نوم له څو میاشتو انتظار وروسته د ۲۰۲۱م زیږدیږ کال د اپریل په میاشت کې دغه پروګرام ته د وروستیو بریالیو په نوملړ کې راغی.


خو مریم او د دغه پروګرام نیمه وروستي پړاو ته لار موندونکو افغان ځوانانو د جمعې په شپه د یو ایمیل په تر لاسه کولو د امریکا له خوا د فولبرایټ پروګرام له لغوه کېدو خبر شول.




مریم د امریکا دا اقدام غیرعادلانه بولي او وایي، هیله یې درلوده چې د فولبرایټ پروګرام له لارې د نړیوالو حقوقو په برخه کې خپله ماسټري تر لاسه کړي.


هغې ازادي راډیو ته وویل: "دا اصلاً عادلانه نه ده ان دا چې خپله امریکایانو هم غږ پورته کړ او ویې ویل چې دا غیرمنصفانه اقدام دی او دا بهیر نه باید سیاسي شي، زموږ پیغام د امریکا متحدو ایالاتو ته دا دی چې زده کړې نه باید سیاسي شي او دا فرصت نه باید له افغان ځوانانو واخیستل شي."


عبیدالله کریمي یو بل افغان ځوان چې د فولبرایټ د سکالرشیپ د ترلاسه کولو لپاره د وروستۍ مرکې لپاره په تمه و.


دا ۲۶ کلن ځوان د غزني ولایت اوسېدونکی دی وایي، شااوخوا ۴ نه تر ۵ کلونو یې د فولبرایټ بورسیې کې د بریالي کېدو لپاره هڅې وکړې، خو اوس چې یې د افغان ځوانانو لپاره د لغو کېدو خبر تر لاسه کړی د هغه له انده دا قناعت ورکوونکې نه ده.


نوموړی وايي: "دوی نه غواړي چې دا پروګرام دوام وکړي او دا یې سیاسي کړه، هغوی باید د ځوانانو په راتلونکي لوبې ونه کړي دا زحمتونه چې ځوانانو ګاللي باور وکړئ، ډېره سخته ده هغوی ټولو ډېر زحمت کاږلی وو، څو دې پروګرام ته بریالي شول."


د افغانستان د کارموندنې او پراختیا مرکز مشر مسعود جویا د فولبرایټ تحصیلي پروګرام له لارې زده کړې او ماسټري کړې ده.


هغه اوس هم د امریکا په تکزاس پوهنتون کې د دکتورا د دورې د وروستي کال زده کوونکی دی.


ښاغلی جویا وایي، هغه زده کړې یې چې د فولبرایټ د لوړو زده کړو پروګرام له مخې کړي د افغانستان په پوهنتونونو کې په فرهنګي، علمي او د زده کړو د پراختیا په برخه کې ګټورې تمامې شوې دي.


هغه همدا راز ازادي راډیو سره خبرو کې د فولبرایټ بورسیې د لغوه کېدو له امله د افغان ځوانانو لپاره د راتلونکو منفي پایلو یادونه وکړه: "د فولبرایټ پروګرام لغوه کول د هېواد د سلګونو هغو ځوانانو چې تېرکال دې بهیر ته منل شوي، خو ویې نه شو کړای تراوسه خپلې زده کړې پیل کړي، پر دوی به ډېر بد اغېز ولري له بده مرغه زموږ ځوانانو له دومره زحمتونو سره دا فرصت له لاسه ورکړ."


په هغه ایمیل کې چې د نیمه نهایي لار موندونکو د افغان غوښتونکو لپاره د فولبرایټ سکالرشېپ د لغوه کېدو په تړاو رسېدلی، د دغه اقدام د څرنګوالي په اړه څه نه دي ورته ویل شوي، خو اټکلونه کېږي چې افغانستان کې وروستي د سیاسي بدلونونو پر دې موضوع اغیز کړی دی.


ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړه زده کړو وزارت نظر هم ولري، خو د دې وزارت ویاند د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


فولبرایټ هغه بورسیه ده چې هرکال د امریکا د دولت له لوري په ټوله نړۍ کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د دې پروګرام ازموینه کې بریالي کېږي.


د لوړه زده کړو دا پروګرام له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۶ کال کې پیل، خو په افغانستان کې بیا د پیل وخت یې ۱۹۵۰ کال دی.


دا بهیر په ۱۹۹۰ لسیزه کې د کورنیو جګړو او د طالبانو د لومړنۍ حکومتوالۍ له امله متوقف شو، خو په ۲۰۰۳ کال راپه دېخوا بېرته په افغانستان کې دا پروګرام پلی شو چې اوس یو ځل بیا یې د بندیدو په اړه ویل شوي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России