د عراق پوځ وايي، د داعش تروریستي ډلې ۹ یاغیان وژل شوي
د عراقي پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عراق د هوايي ځواک درېيو الوتکو پرون شنبې په حاوي العظیم سیمه کې د ترهګرو پر پناهځای بمباري وکړه.
د پوځ په وینا، ګومان کېږي چې په دیاله ولایت کې د جنورۍ د دوولسمې نېټې د حملې مسوولان په همدې ځای کې پټ شوي وو.
۹ ورځې وړاندې په دیاله ولایت کې د عراق د پوځ لږترلږه ۱۱ سرتېري ووژل شول.
