کرکټ؛ له نولس کلنو کم عمره لوبډله سبا له انګلستان سره مخ کېږي
د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره ملي ټيم سبا د نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې له انګلستان سره مخ کېږي.
د نولس کلنو نه د کم عمره کرکټ ټیمونو نړیوال جام د کربین ټاپوګانو په کوربه توب روان دی.
افغانستان او انګلستان سې شنبه د کابل په وخت ماښام پنځه نیمې بجې د انتیګا په سر ویو ریچارډ سټډیوم کې سره مخ کېږي.
افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د سر دوه لوبې له زیمبابوې او پي ان جي وګټلې او په منځلوبه یا کوارټر فاینل کې یوه خورا حساسه لوبه له سرېلانکا وګټله.
د انګلستان ټیم بیا سیمي فاینل ته د رسېدو لپاره د بنګله دېش، کاناډا،اماراتو او جنوبي افریقا ټيمونه مات کړي.
په دویمه نیمه پایلوبه کې چې چهارشنبه ترسره کېږي اسټرالیا او هند ټیمونه سره مخ دي.