د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف د اقتصادي او امنیتي مسلو د هواري ژمنه کړې ده
سپیکر صادق د انتخاب طریقه بیانه کړه او و یې ویل چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ په مشرۍ د یوشمېر ګوندونو نوماند شهباز شریف ته د رایې ورکوونکي دې د قامي اسمبلۍ د تالار "الف دهلېز" ته ولاړ شي او د سني اتحاد کونسل نوماند عمر ایوب خان ته ووټ ورکوونکي دې "ب دهلېز" ته ورشي.