افغانستان کې د ورښتونو پر مهال پېښو کې د وژل شویو شمېر۶۰ ته رسېدلی
د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت ویاند جانان سایق د مارچ پر ۱۳مه رسنيو ته په لېږدولي يو ويډيويي پيغام کې وويل چې د فبرورۍ له ۲۰مې راهیسې سختو ورښتونو په افغانستان کې ۱،۶۴۵ کورونه ویجاړ کړي او ۱۸۰،۰۰۰ څاروي یې وژلي دي.