Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2025

د شري واکسین نه تطبیق او شري ناروغي زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي

0

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې يو شمېر کورنۍ ماشومانو ته یې د سرخکان (شری) د واکسین د نه‌پلي کېدو له امله شکایت کوي.
ډیری وايي ماشومانو ته یې دا واکسین نه دی شوی، چې له امله اوس په شري ناروغۍ اخته دي.
د ننګرهار د اچين ولسووالۍ د چلګزې اوسېدونکى نجيب الله دى چې وايي ماشومان يې د واکسين د نه کېدو له امله په سرخکان یا شري اخته شوي دي.
هغه ازادي راډيو ته وويل:
"يو څو ورځې مخکې زما خپله ماشومان عايشه امنه او فاطيمه په دې ناروغۍ باندې اخته وه، شديده تبه يې وه، توخى يې و، سرې سرې دانې وې پرې، اکثره ماشومان پرې اخته دي بېخي ډېر شوى دى، هېڅ واکسين نه ورته کېږي، رضاکاران نه راځي چې واکسين وکړي."

د هلمند ولايت اوسېدونکى نورالله هم وايي چې ماشومان يې په شري اخته دي:

"زما ماشومان په شري اخته شوي ښارښت پرې راختلى، شديده تبه لري اواکسين هم نشته، نه دي واکسين شوي، اقتصادي وضعت مو هم خراب دى، له مرستندويه ادارو مرسته او واکسين غواړو."

دوی وايي، له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو حکومت او یا کومې بلې روغتیايي ادارې د سرخکان یا شري واکسین کمپاینونه نه دي عملي کړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې (ام اس اف) د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ١٢ ویلي، په هغو دریو روغتونونو کې، چې دوی یې څارنه کوي، د شري ناروغانو شمېر ډېر زیات شوی او هره ورځ یو ماشوم له دې ناروغۍ مري.
. "ام اس اف" زياتوي چې د روان ميلادي کال له پیله یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د بلخ، هرات او هلمند په دې روغتونونو کې، د شري یا سرخکان ۴،۷۹۹ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې یادو روغتونونو کې، د تېر کال همدې مودې په پرتله، د سرخکان له امله د مړینې پېښې درې برابره زیاتې شوې دي.
په افغانستان کې د (MSF ) استازي، میشایل لُو پای ویلي"سرخکان د هغو ماشومانو لپاره، چې خوارځواکه دي او پیدایشي د زړه‌ ناروغي لري، ډېره خطرناکه ناروغي ده، خو په خبره یې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي."
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د واکسین پوښښ لا هم تيټ دی.
هڅه مو وکړه چې د شري د ناروغۍ د واکسين د نه رسېدو او د خلکو د ستوتونزو په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو خو وياند یې شرافت زمان زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
په افغانستان کې روغتيا پالان وايي چې د شري د واقعاتو ډېرېدل بېلابېل عوامل لري لري.
د ماشومانواو داخله ناروغیو متخصص داکټر فريد الله عمري ازادي راډي ته وويل:
"په لرې پرتو سيمو کې واکسېن په سمه توګم نه رسېږي روغتيايي مسولين بايد دغې ټکي ته جدې پام وکړي، کډوال چې خپل هېواد ته راستنېږي هلته نه وي واکسين شوي نو ځکه د شري واقعات ورسره لوړېږي، دغه شان خپل سري درمل کارول کاروال کېږي، دغه ټول موارد د دې لامل کېږي چې د شري واقعات لوړ کړي."
دا په داسې حال کې ده چې، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اچ او) په یوه وروستي راپور کې ویلي و چې د مارچ په ٤ يې خپور کړى ويلي چې یوازې د جنورۍ میاشت کې ۵۰۶ کسان د ساري تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России