Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2025

اروپايي ټولنه: افغانان له شدید انساني او بشري حقونو له ناورین سره مخامخ دي

0

اروپايي ټولې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري بشري حقونو روان وضعیت او انساني کړکېچ به افغانستان کې په ځانګړي ډول ښځو او نجونو لپاره ویجاړونکې پایلې لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د دایمي کمېټې د ۹۲مې غونډې په بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ دمارچ په ۱۲مه خپره شوې، د دغې اتحادیې غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد خلک لا هم له سخت انساني او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دي.

دغې ټولنې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځپل چې دوی یې "پلان شوي" بولي، غندلي او په برابر ډول د بشري حقونو د تینګښت او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د ځواکمنتیا، ګډون او مشرۍ ، دغه شانله نړیوالو مکلفیتونو سره سم د د دوی پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي پر ضد د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان ښځې او نجونې هم وایي چې د یوې ټولنې د نیمایي برخې محرومول د هغې ټولنې د پرمختګ مخه نیسي.

له زده کړو بې برخې راحلې ازادي راډیو ته وویل:

“د ټولنې سمه نیمایي برخه ښځې او نجونې جوړوي، کله چې د یوې ټولنې نیماي برخه فلج وي هغه ټولنه نیمګړې وي، زماپه اند په اوسنیو بدو اقتصادي شرایطو کې هم چې موږ ورسره مخ یو، یو لامل یې پر ښځو د همدې لګولو شویو محدودویتونو له امله دی.”

یوې ښځې هم چې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله بې روزګاره شوې او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یېوویل:

“د ښځو پر وړاندې هره ورځ د طالبانو حکومت د هر نوي فرمان صادرېدل د دې لامل ګرځي چې له دې وروسته نور د خپلو پرمختګونو او خوبونو پوره کولو لپاره هېڅ ډول هیله ونه لرو، نو څه ډول احساس به ولرو؟”

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوی حکومت ښځې او نجونې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.

سره له دې چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو تل د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې غندلې، د هغوی د بنسټیزو حقونو د ټینګښت غوښتنه یې کړې، خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.

هغه ادعا چې د افغانستان او نړۍ خلکو ته د منلو نه ده.

د يادونې ده، چې اروپايي ټولنې په خپل دې بیان کې ښوونې او روزنې، روغتيايي خدمتونو او باثباته ژوند ته د افغان کډوالو د لاسرسي پر اهميت هم ټينګار کړى دى.

دې ټولنې د افغانانو او ټولو هغو کسانو چې د نړیوال ملاتړ وړ دي د ارزونې، تایید او ثبتولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

اروپایي ټولنې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو سختو اقتصادي شرایطو ته په پام د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍغوښتي چې له پاکستان او ایرانه د بې اسنادو افغانانو د ایستلو د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی او تر اوسه یې په لکونو کسان افغانستان ته ستانه کړي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России