د ایراني ځواکونو په ډزو یو افغان کډوال وژل شوی دی
د حال وش په نوم د بشري حقونو يو سازمان ويلي، د کډوالو پر یوه موټر د ايراني ځواکونو په ډزو کې يو افغان وژل شوی دی. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ايکس پاڼې/پخواني ټويټر د پېښې له ځایه د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، پېښه د سيستان بلوچستان په بمپور ولسوالۍ کې شوې ده.په ويډيو کې عيني شاهدان وايي، امنيتي ځواکونو د کډوالو د موټر د درولو په خاطر، د دې پر ځای چې پر ټايرونه يې ډزې وکړي په موتر کې ناست خلک يې په نښه کړل.تراوسه د وژل شوي افغان هويت معلوم نه دی.
