د طالبانو حکومت له عمان څخه د مستقیمو الوتنو د پيل او د افغان بندیانو د سزا کمولو غوښتنه وکړه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو زمینه برابره کړي او د هغو افغانانو د بند موده دې راکمه کړي چې د دغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.تر اوسه معلومه نه ده چې په عمان کې څه شمیر افغانان بندیان دي.د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې امیرخان متقي د عمان له ګڼو چارواکو سره د جلا جلا غونډو په ترڅ کې دا غوښتنې کړې دي.ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ عمان ته ولاړ.په عمان کې د افغانستان د سفارت چارې د وږي د میاشتې له وروستیو راهیسې طالبانو ته سپارل شوې دي.
