Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2025

د ډنمارک د کډوالو شورا: د راتلونکي کال تر پایه به په افغانستان کې د بې ځایه شویو شمېر ۴۳۰ زره کسانو ته ورسېږي

0

د ډنمارک د کډوالو شورا (ډی ار سي) وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه د بې ځایه شویو شمېر زیات شي او له ۴۳۰ زره ډېر کسان به د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.

«ډي ار سي» "د ۲۰۲۵ کال د نړیوالې بې ځایه کېدنې وړاندوینه" په نوم په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو نه د کډوالو ویستل، داخلي بې ځایه کېدنه او طبیعي افتونه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې بشري وضعیت لا پسې پیچلی کړی دی.

په دې راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسي پاکستان له دې هېواده د کډوالو د جبري شړلو پروسه تېزه کړې او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۱ عشاریه ۴ میلیونه افغانان له دې هېواده ایستلي دي.

د راپور په ټکو دغه راز له ایرانه هم په لوړه کچه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده چې په افغانستان کې یې بشري وضعیت لا بدتر کړی او د افغانستان پر کمزوري اقتصاد یې فشارونه زیات کړي دي.

په همدې حال کې یو افغان چې نږدې یو نیم کال مخکې له پاکستانه ستون شوی او د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په دې موده کې یې په ژوند کې هېڅ ډول مثبت بدلون نه دی راغلی: "د هېچا په ژوند کې هېڅ ډول مثبت بدلون نه دی راغلی، هماغه ډول ټول خفه او پرېشانه دي، هماغه ډول منډې ترړې او په سرګردانۍ روان دي، له هر اړخه، د زده کړو له اړخه د اقتصاد له اړخه زموږ په ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی."

د ډنمارک د کډوالو شورا زیاته کړې چې د زلزلې، سېلابونو او وچکالۍ په څېر طبیعي پېښو په افغانستان کې زرګونه خلک بې ځایه کړي او کورونه، زېربناوې او د ژوند اسانتیاوې یې ویجاړې کړې دي.

د کندز یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما ماما چې په بغلان کې د سېلابونو له امله زیانمن شو او دلته کندز ته بې ځایه شو، اوس هم زموږ په کور کې اوسېږي، موږ خپلې خونې ورسره تقسیم کړې دي، هلته د دوی په سیمه کې ۵۲۰ په شااوخوا کې کورونه سېلابونو یوړل او خلک لا هم در په در دي."

د ډنمارک د کډوالو شورا دغه راز ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه منزوي شوی چې له امله یې زرګونه خلک کډوال شوي دي.

په راپور کې دغه راز د ښځو په ګډون د بشري حقونو، بیان ازادۍ او د ښځو په زده کړو د طالبانو سخت محدودیتونه له افغانستانه د خلکو د تېښتې نور لاملونه بلل شوي دي.

د ډنمارک د کډوالو شورا د راپور پر بنسټ اوس مهال په ایران او پاکستان کې له ۷ عشاریه ۶ میلیونو زیات افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې په خپل هېواد کې د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

دغه شورا ویلي اخراج باید یوازنۍ لاره نه وي او حکومتونه باید د هغو افغانانو لپاره چې د نړیوال خوندیتوب په لټه کې دي قانوني او خوندي کډوالۍ لارې پراخې کړي.

د ډنمارک د کډوالو شورا ټینګار کړی چې ۶ عشاریه ۳ میلیونه اوږدمهاله بې ځایه شوي کسان، افغانستان کې د جبري ستنونې د لړې تېزېدو او د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو سره په دې هېواد کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره بېړني نړیوال اقدام ته اړتیا ده.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России