Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2025

د طالبانو تر واک لاندي د ښځينه افغان خبریالانو وضعیت

0

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغان ښځینه خبریالانې له فشار، تهديدونو او بندیزونو سره د مخامخ کېدو له امله نورو هېوادونو ته کډوالې شوي، او وايي، چې ژوند یې تر سختو کړاوونو لاندې تېرېږي.

د رسنیو يو شمېر ملاتړي سازمانونونه وايي په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په تازه راپور کې چې یکشنبې د کب په ۲۶مه د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) په مناسبت خپور شو په کې راغلي چې ، په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادیو ځپلو بهیر یوه نوي او پېچلي پړاو ته ننوتی دی.

د بیان د ازادۍ کور څو موده وړاندې ویلي وو، له کله چې طالبان په دغه هیواد کې بيا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې ۸۶ سلنه ښځینه خبریالانې بې دندو شوي او یا هم نشي کولای په ازاد ډول په رسنیو کې کار وکړي.

په بیان کې راغلي چې په دې موده کې ګڼې خبریالانې ګواښل شوي، وهل شوې، آن بندیانې شوې دي، او اوس له اقتصادي ستونزو، وېرې او رواني فشارونو سره لاس او ګرېوان دي.

هیله شمس په افغانستان کې خبریاله ده ازادي راډيو ته وویل"په افغانستان کې مونږ له کڼو ستونزو او محدویتونو سره مخ یو، او اوس د ژورنالستانو لپاره داسې فضا راجوړه شوي چې ښځینه ژورنالستانې خپله اړ شي څو له دندو استعفا ورکړي او په کور کیني.."

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له ۸۰ سلنه څخه زیاتو افغان ښځېنه خبریالانو خپلې دندې پرېښي او په ګڼ شمېر يې نورو هېوادونو ته کډوالې شوي دي.

افغان خبرياله مینه اکبر چې د امنيتي ستونزو له امله پاکستان ته کډواله شوې، له آزادی راډیو سره په خبرو کې وويل: " له تیرو دریو کلونو نه اسلام آباد کې کډواله یمه او لکه نورو افغان کډوالو له کڼو ستونزو سره مخ یم، اوس چې روژه هم ده خو نه شو کولي په ازاده توګه بیرون وکرځو ځکه د پولیسو له خوا نیول کیږو،دلته ډيري کډوال چې ویزي یې شپږ میاشتني دی خو بیا هم له سخت تهدید سره مخامخ دي.

د مینه اکبری په وینا بیرته افغانستان ته تګ اسانه نه ده عادی کسان کولي شي هلته بیرته ژوند پیل کړي خو خبریالان او افغان فعالانو ته دا لویه ستونزه ده ځکه پولیس دلته کډوال نیسي او په سرحد کې یې طالبانو ته تسلیموي."

د طالبانو حکومت وايي چې دوی د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري پر ښځینه خبریالانو لګېدلي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.

د دې مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیې ولي زاده، ازادي راډيو ته وویل"په تېرو دریو کلونو کې طالبانو د رسنیو د محدودولو لپاره ٢٢ کړنلارې صادر کړې دي، چې اووه یې د ښځو په اړه دي.

تر ډیره د طالبانو فشارونه پر ښځینه خبریالانو زیاد شوی چې د مثال په توګه څو موده مخکي د راډیو بیګم پر نشراتو بندیز یادوی شو او د دي تر څنګ اوس مهال په ډيرو ولایتو کې مونږ ښځینه خبریالاني شتون نه لري او که چيرته ښځینه خبریالاني شتون هم ولري نو هغوي تر ډیره په خپل کار کي له بندیزونو سره مخ دي ."

د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې راغلې چې د «حاکمې ادارې» له خوا د تازه محدودیتونو د لګولو له امله د ۵۰ خبریالانو د نیولو او د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو ځنډول هم شامل دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России