Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2025

اروپايي مشرانو د اوکراین د "کلک" ملاتړ څرګندونه کړې او وايي کییف د خپل "برخلیک ټاکلو ازادي" لري

0

اروپايي مشرانو تر هغې وروسته د اوکراین "کلک" ملاتړ ته د دوام ورکولو تکرار کړی دی چې کییف د امریکا د هغو وړاندیزونو چې روسیې ته خپله یو څه خاوره وسپاري مخالفت وکړ.د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، "له اوکراینیانو بغیر" د اوکراین د راتلونکې "پرېکړه نه شي کېدای."

د برېتانیا، فرانسې، اېټالیا، جرمني، پولینډ او فېنلینډ مشرانو د اګست پر نهمه په ګډ بیان کې ویلي، "موږ باور لرو، یوازې هغه تګلاره چې فعاله ډېپلوماسي، د اوکراین ملاتړ او د روسیې پر فېدراسیون د خپلې ناقانونه جګړې ختمولو لپاره فشار یوځای کړي، بریالۍ کېدای شي."

داسې راپورونه هم شته چې اروپایانو د امریکا د اوربند وړاندیز یو متبادل پلان هم وړاندې کړی دی.

بیان وايي، مشرانو موافقه وکړه چې "د داسې قوي او باوري امنیتي ضمانتونو اړتیا ده چې اوکراین په مؤثره توګه د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع کولو جوګه کړي."

هغه بیان، چې د اروپايي ټولنې کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین هم لاسلیک کړی، وايي، "اوکراین د خپل برخلیک ټاکلو ازادي لري."

اروپايي مشرانو ویلي، "چمتو دي چې د دې کار ډ‌ېپلوماټیک ملاتړ وکړي او په عین حال کې له اوکراین سره پام وړ پوځي او مالي مرسته هم پر ځای وساتي."

بیان د هغوی له خولې زیاتوي چې "له اوکراین سره په کلکه" ولاړ دي.

اروپايي مشرانو دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې ټاکل شوې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اګست پر ۱۵مه په الاسکا ایالت کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري.

ټرمپ د اګست پر اتمه وویل، له پوتین سره د اوکراین پر جګړې غږېږي او هڅه کوي چې د شخړې د ختمولو په برخه کې مهم پرمختګ وکړي.

نوموړي هغه مهال خبریالانو ته دا هم ویلي ول چې ښايي له پوتین سره تر لیدو مخکې له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره هم وګوري، خو مشخصه نېټه یې و نه ښووله.

البته د امریکا اېن بي سي نیوز رسنۍ د اګست پر نهمه ناوخته د یو لوړپوړي او درې نورو چارواکو په حواله خبر ورکړ چې سپینه ماڼۍ د الاسکا غونډې ته د زېلېنسکي پر وربللو غور کوي.

خو تر دې وروسته رویټرز اژانس د سپینې ماڼۍ د یو بل چارواکي له قوله وویل چې ټرمپ په الاسکا کې درې اړخیزه غونډې ته اماده دی، خو د روسي ولسمشر له غوښتنې سره سم، اوسنی پلان یوازې د ټرمپ او پوتین ترمینځ دوه اړخیز ملاقات دی.

پوتین تر اوسه له زېلېنسکي سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی. خو اوکراینی ولسمشر وايي له خپل روسي سیال سره لیدو ته چمتو دی.

زېلېنسکي د اګست پر نهمه د امریکايي وړاندیزونو په غبرګون کې وویل، کییف هېڅکله خپله خاوره "غاصبانو" ته نه سپاري.

د امریکا او روسيې د ولسمشرانو ترمینځ دا ملاقات تر هغې وروسته کېږي چې د روسیې لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف وېټکوف د روسي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اګست پر شپږمه په مسکو کې وکتل.

دا به د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمينځ په تېرو څلورو کلونو کې لومړۍ غونډه وي. تر دې مخکې، پوتین د ۲۰۲۱ز کال په جون کې له پخواني امریکايي ولسمشر جو بایډن سره لیدلي ول.

روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России