Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2025

د طالبانو حکومت د یوناما د وروستي راپور په خاطر د دې استازولۍ چارواکي احضار کړي دي

0

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د ستنو شویو کډوالو د توقیف او شکنجې په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د بشري حقونو د دفتر راپور ته غبرګون ښودلی او د یوناما د اړوندې څانګې مسؤلین یې احضار کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي د یوناما د اړوند څانګې مسؤلینو ته په صراحت ویل شوي چې د راپور ورکولو په اوسني طریقې جدي بیا کتنه وکړي او د مسلکي نمیګړتیاوو د تصحیح په هدف عملي ګامونه واخلي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې چې پرون د اګسټ په ۱۰مه یې خپره کړې خبرداری ورکړی چې د یوناما د "بې بنسټه راپورونو" په تړاو به مناسب اقدام وکړي، خو د مناسب اقدام په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د یوناما د بشري حقونو څانګې په راپور کې چې د تېرې جولای په ۲۴مه خپور شوی راغلي و، له پاکستان او ایرانه په جبري ډول ایستل شوي افغانان د طالبانو له‌ خوا له شکنجې، ناوړه چلند، بې ‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت په ګډون د کورنیو چارو او امر بالمعروف وزارتونو او د استخباراتو د عمومي ریاست د استازو له لوري جوړ یوه کمېسیون دغه راپور ارزولی او پایلې یې له دوی سره شریکې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د یوناما راپور ورکوونکو هڅه کړې چې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستې پر ځای د دغه وزارت په وینا د کلماتو د لوبولو له لارې حقایق تحریف کړي او د عامه ذهنونو د ګډوډولو سره یې کډوال اندېښمن کړي.

د یوناما په راپور کې چې د ۴۹ راستنو شویو کسانو سره د خبرو پر بنسټ تیار شوی و او یو شمېر راستنو شویو کسانو په کې ویلي وو چې په تخار او پکتیا کې ځیني راستانه شوي کسان وژل شوي او یوې مېرمنې په کې ادعا کړې وه چې د طالبانو یو نظامي چارواکي له هغې سره په زور د نکاح کولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یوناما په راپور کې د قضیو انتخاب محدود او غرضناک دی او تر ډېره په کې د غیر معیاري میتودونو پر بنسټ یوازې پر منفي اړخونو تمرکز شوی دی.

په اعلامیه کې یوناما د بې طرفۍ له اصل څخه په سرغړونې او د غچ اخیستنې، نیونې، شکنجې او بد چلند په څېر د سیاسي اصطلاحاتو په کارولو تورنه شوې او په کې راغلي چې په ټوله کې په یاد راپور کې هڅه شوې چې ګوندې د افغانستان اوسنی وضعیت د راستنېدونکو لپاره مساعد نه دی، په داسې حال کې چې د اعلامیې په ټکو د میلیونونو افغانانو خوندي او باعزته راستنېدل یې له پامه غورځولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما تر اوسه د طالبانو د دغه اعلامیې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د بشري او د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالانو ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او اوس مهال د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مناسب هېواد نه دی.

د کډوالو د حقونو فعال احمد ذکي خلیل ازادي راډيو ته وویل: "پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د ښځو د حقونو په ګډون پراخه بشري سرغړونې شوې دي او محدودیتونه زیات شوي دي، سیاسي ازادي وجود نه لري، زیات شمېر کسان که په جبري ډول بېرته استول کېږي د طالبانو له سختو قوانینو په ځانګړي ډول د مرګ او زنداني کېدو له ګواښ سره مخ کېږي."

د ښځو او د بشري حقونو یوې فعالې ترنم سیدي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې طالبان د ستنو شویو کسانو لپاره هېڅ ډول برنامه نه لري چې له امله یې اوس مهال افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دي: "طالبان هم د ستنو شویو کسانو لپاره هېڅ ډول برنامه نه لري او د همدغه برنامې د نه موجودیت له امله اوس مهال ستانه شوي کډوال له سختې بې کارۍ، د سرپناه نه د شتون، د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي، دغه راز زیات شمېر کسان چې د طالبانو له شکنجې او د وژل کېدو له وېرې ګاونډیو هېوادونو ته تللي، که دوی بېرته استول کېږي هلته یې ژوند د مرګ یا هم زندان له ګواښ سره مخ کېږي او یو بل انساني ناورین رامنځته کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ غړي، سیاسي څېرې، مدني او د بشري حقونو فعالان، خبریالان او یو شمېر نور د طالبانو د سیاسي فشارونو او د ګواښونو له امله له دې هېواده وتلي او اوس مهال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

خو په وروستیو کې ایران او پاکستان هم له خپلو هېوادونو د یادو کسانو په شمول د بې اسناده افغانانو د ایستلو پراخه لړۍ پیل کړې چې د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو جدي اندېښنې یې راپارولې دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России