Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2025

امریکا بي اېل اې او مجید بریګیډ ترهګرې ډلې وګرځولې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) او د هغې ملاتړه ډله مجید بریګیډ د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لېسټ کې شاملې کړې دې.دواړه ډلې د دوی په وینا د بلوچستان د خپلواکۍ او د بلوڅو د حقونو لپاره د پاکستان د حکومت پرضد پراخه وسلواله مبارزه کوي او په تېرو څو کلونو کې یې د پاکستان په ځینو برخو او په ځانګړي ډول په بلوچستان ایالت کې د لویو وسلوالو بریدونو ذمه واري منلې ده. مجید بریګیډ د بلوچ لېبرېشن ارمي یوه څانګه ده چې بلوڅو بیلتون غوښتونکو په ۲۰۱۱ز کال کې جوړه کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۱مه پر خپلې ووبپاڼې د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو بیان خپور کړی دی چې پکې راغلي دي، بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) له ۲۰۱۹ز کال راهیسې د ګڼو ترهګریزو بریدونو له وجې د ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې (SDGT) په لېسټ کې اچول شوې وه. په بیان کې وړاندې راغلي دي چې د ۲۰۱۹ز کال راهیسې بي اېل اې د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسولیت قبول کړی دی چې پکې د مجید بریګیډ لخوا ترسره شوي بریدونه هم شامل دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې د هغو بریدونو ذکر هم شوی دی چې بلوچ لېبرېشن ارمي او مجید بریګیډ ترسره کړي دي. په دغو بریدونو کې په ۲۰۲۴ز کال کې د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې او د ګوادر د هوايي ډګر پر ودانۍ د ځانمرګو بریدونه او د ۲۰۲۵ز کال په مارچ کې د جعفر ایکسپرېس یرغمالول شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه وړاندې لیکي، "د ترهګرو په لېسټ کې د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې شاملول، د ترهګرۍ پر وړاندې د ټرمپ د انتظامیې د هوډ او مبارزې ښکارندويي کوي."

د امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لېسټ کې د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې شاملول ښايي پر دغې ډلې د مالي ملاتړ سرچینې راکمې کړي.

د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي د امریکا لخوا د بلوچ لېبرېشن ارمي او د هغې د ملاتړې ډلې مجید بریګیډ د ترهګرو ډلو په توګه د پېژندلو هرکلی کړی دی.

نوموړي د اګست پر ۱۱مه پر اېکس (پخواني تويټر) ليکلي چې د پاکستان وفاقي حکومت او د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په موثره توګه د پاکستان موقف امريکې اداري ته واړندې کړی دی.

د امریکا حکومت په داسې وخت کې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) او د هغې ملاتړه ډله مجید بریګیډ د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لېسټ کې شاملې کړې دي چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د امریکا په دوره دی. د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۰مه په یو بیان کې ویلي وو چې نوموړي په امریکا کې د لوړپوړو امریکايي پوځي چارواکو سره کتلي دي.

تر اوسه بلوچ لېبرېشن ارمي او مجید بریګیډ د امریکا د حکومت د دې تازه اقدام په اړه څه نه دي ویلي. یادې دواړه ډلې وار له مخې پاکستان هم د ترهګرۍ په لېسټ کې شاملې کړې دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России