Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2025

د طالبانو حکومت: په وروستیو کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی

0

په داسې حال کې چې په پاکستان کې میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه د " پي، او، ار" کارت درلودونکو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوی مهلت یوازې اووه ورځې پاتې دي، د طالبانو حکومت ویلي چې په وروستیو څو ورځو کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ستنېدنې لړۍ یو وار بیا چټکه شوې ده.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په هدف د طالبانو د حکومت کمیسیون په یکشنبه ( د اګست ۲۴ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یوازې په تېرو دوه ورځو کې د اګسټ ۲۲ مه او ۲۳ مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۱۲۸۷ کورنۍ راستنې شوي چې د غړو شمېر یې ۶۵۰۰ تنو ته رسیږي.

په تورخم کې د کډوالو د لیږد کمېټې مسول بخت جمال ګوهر شنبه ( د اګست ۲۳ مه) ځايي خبریالانو ته ویلي چې په تېرو شلو ورځو کې د تورخم له لارې نږدې څلور زره کورنۍ چې د غړو شمېر یې اولس زره ته رسیږي راستنې شوي دي.

یو شمېر کډوال چې د " پي، او، ار" د کډوالۍ کارتونه یې درلودل، تازه افغانستان ته ستانه شوي او په تورخم کې د کډوالو په کمپ کې دي وايي، د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند له امله یې د خپلو کورونو توکي په نیمه بیه وپلورل.

دوی وايي د سپټمبر له لومړۍ نېټې وړاندې پولیسو نیول او پیسې یې ترې اخیستي ځکه اړ شول چې له یادې نېټې وړاندې خپلې کډې بار کړي.

د دوی له ډلې باز محمد ازادي راډیو ته وویل:

"ما درې ځل د رخت دوکان جوړ کړی، هر ځل د کډوالو د شړلو په مسله کې مې په نیمه بیه پلورلی او بیا مې جوړ کړی خو دا ځل مې د اته لکه روپیو دوکان په نیمه بیه وپلوره، دغه شان مې د کور وسایل هم په نیمه او د لیلام په بیه وپلورل او نور ترې راغلو."

د اګسټ په ۲۳ مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ( یو، این ، ایچ، سی ، ار) په یو راپور کې ویلي وو چې په روانه اګسټ میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پېښې زیاتې شوي دي.

په دې راپور کې راغلي وو چې د اپریل له پیله د اګسټ تر ۲۱ مې په پاکستان کې له ۵۳ زرو څخه ډېر افغان کډوال نیول شوي او په دې موده کې له ۳۴۹ زرو ډېر افغان کډوال له دغه هیواده افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د پاکستان حکومت د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو ته چې شمېر یې ۱ عشاریه ۴ میلیونو ته رسیږي خبرداری ورکړی چې د روانې اګسټ تر پایه له دې هیواده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي چې دا نېټه به تمدید نه شي او دا یاد کډوال به له دې هیواده وویستل شي.

تازه ستانه شوي کډوال، د طالبانو له حکومت غواړي چې دوی ته د سرپناه او روزګار د برابرلو په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د دوی له ډلې تورخم کې د کډوالو بّ پندغالي کې میشت محمد ایاز چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی ازادي راډیو ته یې وویل:

"دا چې موږ دلته نابلده یو باید موږ ته د کار زمینه برابره شي، سرپناه ډېره مهمه ده چې موږ دلته هیڅ نه لرو، حکومت او موسسات باید له موږ سره مرستې وکړي، د اولادونو د زده کړو زمینه باید برابره شي."

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي چې له ستنېدونکو کډوالو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې شوي خو ستتنو شويو کډوالو په وار وار ازادي راډیو سره په خبرو کې، دوی سره د مرستو د نه کېدو له امله شکایت کړی دی.

دا یوازې پاکستان نه دی چې افغان کډوال باسي، بلکې د افغانستان بل ګاونډي هېواد ایران هم د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو، این ، ایچ، سی ، ار) د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России