ننګرهار کې د نارنج ګل ګلنۍ مشاعره تر سره شوه
د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره تر سره شوه چې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره ورته له کابل او د یو شمېر نورو ولایتونو څخه شاعران او د شعر او ادب مینه وال راغلي ول.