د اسلام اباد پرلت لپاره تياری کوو: منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به یې احتجاجي جلسې روانې وي. نوموړی وايي دوی به یو وارې بیا د بشپړې تیارۍ سره اسلام اباد ته ځي او پرېکنده تحریک به چلوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به یې احتجاجي جلسې روانې وي. نوموړی وايي دوی به یو وارې بیا د بشپړې تیارۍ سره اسلام اباد ته ځي او پرېکنده تحریک به چلوي.
زوزانا کاپتووا د سلواکیه جمهوریت په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه انتخاب شوه. پایلې ښيي چې نوموړې د ټولو رایو ۵۸.۴ سلنه ګټلې دي. د هغې په مقابل کې ازاد نوماند ماروس سیفچووېک ۴۱.۶ فیصده رایې ګټلې دي.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې د خجسته سمیعي سره غږېدلي یو. نوموړې د افغانستان د بلخ ولایت د مزار شریف ښار سره تړاو لري،۲۲ کلنه ده او په بلخ کې د یوې راډیو خبریاله ده.
د مومندو ضلعې په ګډون د پخوانۍ فاټا په ټولو سیمو کې خاصه دارو ځواکونو د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره احتجاجي کیمپونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت په وار وار ویلي چې د خاصه دارو او لیویز ځواکونو نوکرۍ به نه ختمېږي خو د دغو ځواکونو د پولیسو ادارې ته په اړولو کې به وخت لګېږي.
په باجوړ ضلع کې د پولیو د وروستي کمپاین پر مهال خوا و شا ۶۵ فیصده ماشومان له ویکسینو پاتې شوي دي.
د مسوزو قبیلې مشران وايي، په سیمه کې د ایف سي د یو چارواکي لخوا د دوی د غوښتنو له پوره کېدو تر ژمنې وروسته یې د مارچ پر ۳۰مه خپل احتجاج ختم کړی دی.
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې لپاره امنیتي ګامونه پورته شوي دي. جلسې ته د صوبې له بيلا بيلو سيمو څخه په ګڼ شمير کې خلک ورغلي دي. په ګډونوالو کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې خپلوان يې ترۍ تم کړل شوي دي.
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو وايي، دوی هم په خیبر پښتونخوا کې د پنځو سیاسي ګوندونو سره «د پښتونخوا اتحاد» په نوم یوځای شوي دي.
د چارسدې په غني ډېرۍ کې د مارچ د ۳۰مې په ماښام د پشتو ژبې د فلسفۍ شاعر ارواښاد غني خان په یاد کې یوه پرتمینه غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي د ژوند او د فن په بیلا بیلو اړخونو ویناوې وکړې.
پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې، د خپل وژل شوي مخکښ ارمان لوڼي د څلویښتۍ په مناسبت یوه جلسه کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости