Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2018

Новости за 09.03.2018

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وايي: پاکستان له افغانستان سره د مذاکراتو غوښتنه کړې ده. د جنوبي کوريا استازي اعلان وکړ چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی د شمالي کوريا له مشر کيم جانګ اون سره وګوري. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ.



په ارزګان کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې یوه مېرمن وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې یوه مېرمن وژل شوې او درې پولیس ټپیان شوي دي. د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزي نن جمعه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو تر منځ دا خپلمنځي نښته تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په مرکز کې شوې چې تر لفظي شخړې وروسته پولیسو خپل منځ کې پر یو بل د ټوپک خولې ور اړولي او ډزې یې کړي چې پر مهال یې یوه مېرمن په خپل کور کې د یادو پولیسو په مرمۍ لګېدلې او ژوند او ساه یې ورکړې او همداراز درې پولیس ټپیان شوي دي. د چورې ولسوال امین الله خالقي بیا وايي، د سیمه اییزو... Читать дальше...

ځانوژونکي حملې بیا هم په کابل کې مرګ ژوبله واړوله

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون، ۹ تنه وژل شوي او ۱۸ نو ټپیان شوي دي. په دغو مراسمو کې عبدالله عبدالله، د نوموړي دوهم مرستیال، د جمهوري ریاست دوهم مرستیال او یو شمېر نورو دولتي او سیاسي څېرو ګډون درلود. ددې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی ویډیو او اېډیټ ابراهیم صافی



کورتېس: د بالکان د سیمې پر خلکو د روسیې فشارونه په زیاتېدو دي

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې د امریکايي ځواکونو قوماندان خبرداری ورکړی چې د بالکان د سیمې پر خلکو د روسیې فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي. هغه ویلي، اړینه ده چې امریکا او ناټو په سیمه کې د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شي. جنرال کورتېس سکاپارواټي پرون د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو په کمېټه کې دا خبرې وکړې. هغه وویل، امریکا متحده ایالتونو د روسیې سایبري بریدونو ته مناسب ځواب نه دی ورکړی. په بالکان کې د مونټینګرو وړوکی هېواد تېر کال د ناټو د ۲۹ غړي په توګه ومنل شو، هغه څه چې د روسیې له انتقاد او په مونټینګرو کې د مسکو د پلویانو له مخالفت سره مخ شو.

په تخار کې ۱۰ افغان سیمه یيز پولیس د طالبانو په حمله کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په تخار ولایت کې ۱۰ افغان سیمه یيز پولیس د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوي دي. د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن جمعه وویل چې وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې د شپې له خوا د افغان پوځیانو پر پوستو پراخ بریدونه وکړل. هغه وویل، افغان سیمه ییز پولیس هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې په خواجه غار ولسوالۍ کې تر برید لاندې پوستو کې له خپلو پولیسو ملګرو سره مرسته وکړي. د اسیر په خبره، نهه نور افغان سیمه ییز پولیس ټپیان هم دي. وسله والو طالبانو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سبا شنبه له نیپال سره لوبه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سبا شنبه له نیپال سره د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په غواروي سیالیو کې لوبه وکړي. دا په ګروپي دور کې د افغانستان څلورمه لوبه ده. افغان ټیم مخکنۍ ۳ واړه لوبې په سکاټليند، زيمبابوې او هانک کانګ بایللې دي. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان راشد خان وویل، د مخکني کپتان اصغر ستانکزي له لوبو پاتې کېدل او له دوو لوبو د شهزاد محمدي پاتې کول هغه عوامل وو چې د افغانستان په ماتې کې یې لوی لاس درلود. تر پرونۍ لوبې وروسته د راشد خان لنډې خبرې د کرکټ نړیوالې شورا په خپله پاڼه خپرې... Читать дальше...

چارواکي: د غزني د قره باغ د پښې په تړاو ۴ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي د هغو کسانو له ډلې یې څلور نیول شوي، کوم چې یوه اوونۍ وړاندې یې په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۳غړي په مرموز ډول ووژل، یوه ښځه یې ټپي او ۲ تنه يې له ځان سره یوړل. د دغه ولایت د قره باغ ولسوال سیف خان الهام د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د دغو کسانو له ډلې ۲ يې په روغتون کې په ټپي حالت کې نیول شوي او په خبره یې چې اوس د پولیسو له خوا په روغتون کې تر نظارت لاندې دي، خو دا یې ونه ویل چې په کوم روغتون کې دي. د دوی د معلوماتو له مخې، ۲ کسان نور هم نیول... Читать дальше...

چارواکي: په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو ۲ هزاره توکمي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د غزنې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې تېره شپه وسله الو طالبانو ۲ هزاره توکمي ملکي کسان وژلي دي. د یادې ولسوالۍ ولسوال سیف خان نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې دغه دوه کسان تېره شپه شااوخوا ۷ بجې د دغې ولسوالۍ په نواباد سیمه کې دوو موټرسایکل سپرو هغه مهال په ډزو وژلي، کله چې یاد کسان له مسجده کورونو ته پر لاره وو. نوموړی وايي، د نواباد دغه سیمه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او یاد کسان وسله الو طالبانو وژلي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په اتریش کې یوه افغان په چاقو د ۳ کسانو پر وهلو اعتراف کړی

Pa.azadiradio.com 

د اتریش امنیتي چارواکي وايي، یوه ۲۳ کلن افغان په ویانا کې په چاقو د ۴ تنو پر وهلو اعتراف کړی دی. د اتریش پولیسو پرون پنجشنبه وویل، دغه افغان چې د ژوند له شرایطو ناراضه و، منلې چې یو پېژندوی افغان او د یوې کورنۍ درې غړي یې جلا جلا په چاقو وهلي دي. پولیسو د دغه افغان نوم نه دی څرګند کړی. هغه د سې شنبې په ورځ لږ وروسته له دې په ویانا کې ونیول شو چې یو ۲۰ کلن افغان یې په چاقو وواهه. تر دې پېښې مخکې یې په همدغه ورځ د یوې کورنۍ پر ۳ غړو حمله وکړه. د ده په حمله کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، د هغې ۵۶ کلنه مور او ۶۷ کلن پلار ژوبل شوي دي. Читать дальше...

په تهران کې د مارچ د اتمې لمانځونکې ښځې نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په پلازمېنه تهران کې یو شمېر ښځې چې غوښتل یې پرون پنجشنبه د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره راغونډې شي، ونیول شوې. د ښځو د حقونو فعالانو ویلي وو چې د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت به د نورو حقونو لپاره د ایران د کار د وزارت مخته سوله ییزه مظاهره وکړي. امنیتي ځواکونو د مظاهرې لپاره راټولې شوې ښځې او سړي تیت او پرک کړل او راپورونه وايي چې تر ۱۲ زیاتې ونیول شوې.


Музыкальные новости
Концерт

Концерт с известными артистами пройдет в Санкт-Петербурге на День России





Rss.plus
Арцах

«Виртуальный Западный Азербайджан» - кладезь фальсификаций




Bloomberg: в ближайшее время рынок будет гадать, ...

Супруга главы АНО «Цифровые платформы» Щельцина рассказала, как напали на мужа

В Москве пройдет X Международный форум "Примаковские чтения"

На ПМЭФ прошла дискуссия протагонистов музыкального бизнеса




میلوس زیمان د دوهمې دورې لپاره د چک د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

میلوس زیمان پرون پنجشنبه د دوهمې دورې لپاره د چک د ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کړه او له دې فرصته په استفادې یې د رسنیو د انحصار د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. پخوانی کمونېست ۷۳ کلن زیمان روسیه پلوه دی او له مهاجرو سره مخالفت لري. زیمان د پلازمېنې پراګ په زړه کلا کې په داسې حال کې د لوړې مراسم په ځای کړل چې د پارلمان د دواړو جرګو غړي حاضر وو. خو یو شمېر وکیلان د زیمان د وینا په نیمايي کې هغه مهال د اعتراض په دود له غونډې ووتل چې ولسمشر د چک پر ټلویزیون او نورو رسنیو انتقادونه وکړل. د چک له اساسي... Читать дальше...

د روسيې د پارلمان یوه استازي سلوڅکي بخښنه غوښتې ده

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پارلمان یوه نفوذ لرونکي غړي چې د څو ژورنالستانو په جنسي ځورونې تورن دی، د بخښنې غوښتنه وکړه. سلوڅکي دا غوښتنه په داسې وخت کې وکړه چې د ده د استعفا غوښتنې کېږي. سلوڅکي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ګواښ یې کړې وه چې پر هغو کسانو به دعوه وکړي چې پر ده یې تورونه پورې کړي دي. ده پرون پنجشنبه په داسې حال کې چې په روسیې او نورو هېوادونو کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېده، په فیسبوک کې د بخښنې غوښتنه وکړه. لږترلږه ۳ ښځو په وروستیو ورځو کې تور ولګاوه چې د پارلمان غړي سلوڅکي پر دوی د جنسي تېري لپاره د حملې هڅه کړې ده.

مسلمیار: مولوي عبدالظاهر حقاني د سیمې استخباراتو وژلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس د سیمې د استخباراتو له لورې ووژل شو. د ننګرهار د حج او اوقاف رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو. داعش سختدریځې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست. مولوي عبدالظاهر حقاني د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفينو او د هغوی د ملاتړ کوونکو سخت منتقد و. د مشرانو جرګې رئیس عبدالهادي مسلمیار پرون پنجشنبه په سره رود ولسوالۍ کې د مولوي حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل، افغانان... Читать дальше...

مسؤلین: په را روان پسرلي کې د نصرت ۹۷ په نوم پوځي عملیات پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پوځي قوماندانانو او جګپوړو مسؤلينو د نصرت ۹۷ پوځي عملیاتو د پیلولو په باب خبرې وکړې. ټاکل شوې ده چې دا عملیات په را روان پسرلي کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد پیل شي. د افغانستان د ملي اردو د قول اردوګانو قوماندانان او یو شمېر نور پوځي مسؤلين پر دې موضوع د بحث لپاره په کابل کې په یوه درې ورځیني سمینار کې راغونډ شوي وو. د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په دې سیمینار کې د خالد عملیاتو پر قوي او کمزورو ټکو تمرکز وشو او په راتلونکو عملیاتو کې ورته د پاملرنې غوښتنه وشوه. Читать дальше...

ولسمشر غني: د ښځو له ګډونه پرته اصلاحات او پرمختګ ممکن نه دي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر په ښه حکومتوالۍ کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو له ګډونه پرته اصلاحات او پرمختګ ممکن نه دي. ولسمشر غني پرون پنجشنبه مازیګر په یوه غونډه کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې یا د مارچ د اتمې په مناسبت په ارګ کې جوړه شوې وه، د دې خبرې د کولو ترڅنګ ټولو افغان ښځو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه: "دا فرضیه حاکمه وه چې افغان ښځه غلې ده او له دې کبله په کلونو د نړۍ ښځو ستاسو په استازیتوب خبرې کولې، اوس زه ویاړم چې تاسو پخپله د ځان لپاره خبرې کوئ او د ژوند په ټولو... Читать дальше...

هانګ کانګ راتلونکي نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د ورتګ چانس ختم کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي لپاره درېيمه مسابقه هم وبایلله. پرون پنجشنبه د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې مخامخ شوې. هانګ کانګ په ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې وکړې. د باران د اورېدو له کبله څو اورونه کم شول، خو بیا هم افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې هدف پوره کړي او په دې توګه یې دا سیالي په ۳۰ منډو وبایلله. دې ماتې نړیوال جام ته د افغان لوبډلې د وتلو چانس ختم کړ. ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله د شنبې په ورځ له نیپال سره مخامخ شي.



Москва

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии Москвы на ПМЭФ   



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Борис

Борис Ханчалян посетит мультиформатный фестиваль в честь Дня России




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Серебро «Кубка МЧС России по боксу» завоевал бердчанин Владислав Ефременко

12 июня в Оренбуржье пройдут мероприятия, посвященные Дню России

Альбина Мухаметзянова на ПМЭФ объявила о выходе сериала «Команда МАТЧ» в Казахстане


Уимблдон

Каспер Рууд: «Не буду выступать на турнирах перед «Уимблдоном», но на нем, конечно, сыграю»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Арцах

Валерия Олюнина: Особенности армянофобии в России и Александр Артамонов. Армения и Ватикан



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России