راځئ چې د تاجکستان د نوروز ننداره درباندې وکړو
په تاجکستان کې خلکو په نڅاوو نوروز ولمانځه. په کولاب او دوشنبې ښار کې د ازادي راډیو همکارانو د دې جشن د په زړه پورې شیبو تصویرونه اخیستي دي
په تاجکستان کې خلکو په نڅاوو نوروز ولمانځه. په کولاب او دوشنبې ښار کې د ازادي راډیو همکارانو د دې جشن د په زړه پورې شیبو تصویرونه اخیستي دي
د بلخ لیري شوي والي نن د نوروز په جشن کې وويل چې ډېر ژر به د بلخ ولايت یوه بل کس ته ور وسپاري. په دې ويډيو کې تاسي په مزار شريف کې د نوروز جشن او جنډه پورته کولو مراسم وينئ.
په کابل کې په حمله کې نن۲۹ کسان ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول. نن نوروز په ګڼو هيوادونو کې په خوشالیو ولمانځل شو. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وايي: هیواد یې د کيمياوي وسلو زیرمې له منځه وړي. دا او نور خبرونه د شپې پر ۸ بجې له پیشګام تلویزیونه هم ليدلای شئ
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح وايي چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سخي زیارت ته څېرمه انتحاري حملې ۲۹تنه وژلي او ۵۲نور یې ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم وایي چې حمله کوونکي پلی و. وېډیو سباوون کاکړ او تمیم اخګر اېډیټ تمیم اخګر
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل وشي او ۵۲ نور ژوبل شوی دي...
د فرانسې له پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي څخه د دوهمې ورځې لپاره هم تحقیقات دوام لري. پر نوموړي تور دی چې د ۲۰۰۷ مېلادي کال د انتخاباتو د کمپاین لپاره يې د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي له رژیم څخه پیسې اخیستې وې. فرانسوي رسنیو وویل چې پخوانی ولسمشر سرکوزي تېره شپه په خپل کور وکړه او نن بیا ترې د فساد ضد پولیسو تحقیقات پیل کړل.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل وشي او ۵۲ نور ژوبل شوی دي. د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه کابل پوهنتون ته نېږدې د نوروز د مراسمو پر مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د روسيې یوې محکمې دوه چیچینایان په سوریه کې له داعش سره د یو ځای کېدو د پلان په تور په اوږد بند محکوم کړل. د شمالي قفقاز سیمه ییزې پوځي محکمې ادم سوګایپوف او یوني موردیایف په ۷ او اتو کلونو زندان محکوم کړل. په یوه جلا تحول کې د چیچینیا د کورنیو چارو وزارت نن وویل د ګاونډي انګوشیتیا درې او د داغستان یو اوسېدونکی له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. د روسيي امنیتي ځواکونه د شمالي قفقاز په جمهوریتونو کې له سخت دریځو وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حکومت به اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته سوله په میراث پرېږدي....
د امریکا د تکزاس ایالت په مرکز اسټن کې د پارسل بمونو پواسطه مشکوک برید کونکی وژل شوی دی. داسې ښکاري چې دې مشکوک د ایالتونو ترمنځ پر لویه لاره خپل ځان په چاودونکو موادو وژلی دی. راپورونه وايي، د امریکا د تحقیقاتو فیدرالي اداره د پېښې په اړه پلټنه کوي. د مارچ له دوهمې نېټې راهیسې په اسټن ښار کې پنځه پارسل بمونه منفجر شول چې له امله يې دوه کسان وژل شوي دي او څلور ژوبل شوي دي.
۱۳۹۶ لمریز کال له امنیتي پلوه د افغان حکومت لپاره له لاسته راوړنو او ستونزو ډک و. د ملکیانو او د امنیتي ځواکونو تلفات، د افغان ...
نوی کال یو شمېر کابلي ځوانانو په خوښۍ، سندرو او نڅا پیل کړ. دغه ځوانان چې د جنګ جګړو ستړي ښکارېدل له خندا نه په ډکه خوله یې، د خوښۍ اظهار کوي او یو بل ته یې د نوي کال مبارکي ویله. نور حال دسباوون کاکړ په دغه راپور کې، وګورئ.
افغان ولسمشر وايي، په نوي کال کې به د افغانستان د حکومت یوه مهمه مسئله بیا هم د سولې روانې هڅې وي. محمد اشرف غني دا څرګندونې نن په ارګ کې د نوروز په منابست مراسمو کې د لنډې وینا په لړ کې وکړې. ولسمشر غني وویل حکومت يې په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی. ولسمشر غنې دا خبرې په داسې حال کې کوي چې نوموړي درې اوونۍ وړاندې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې طالبانو ته د سولې پیشنهاد وکړ. ولسمشر غني په ننیو څرګندونو کې سږ کال د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو پر کیدو هم ټینګار وکړ.
د ملي یووالي حکومت چې شااوخوا درې نیم کاله وړاندې د دوو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د اختلافاتو په نتیجه کې رامنځته شو په ...
د اسائیلو پوځ د لومړي ځل لپاره دا ومنله چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې يې د سوريې مشکوک اټمي ریکټور له منځه وړی و. پوځ ویلي دي په دغه هوايي برید سره يې د اسرائلو پر وړاندې لوی ګواښ له منځه یوړ او دا نورو ته یو پیغام و. د اسرائیلو دا خبرداری ایران ته چې په سوریه کې خپل پوځي نفوذ زیاتوي، اشاره بلل کېږي. اسرائیلو تر دې مخکې په سوریه کې او په ځانګړي ډول د دې هېواد په هغو سیمو کې چې اسرائل ته نېږدې دي، د ایران د پوځي خوزښتونو له امله تهران ته خبرداری ورکړی دی. د اسرائیلو د پوځ مشر ویلي دي د ۲۰۰۷ کال... Читать дальше...
د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، تېر لمریز کال کې د دغه هېواد تولیدات او صادرات ډېر او د بودجې لګښت د تېرو کلونو په ...
په کابل ښار کې ځانمرګي برید ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې،د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر...
د افغان حکومت له هڅو او د نړیوالې ټولنې له ټینګار سره سره، په افغانستان کې اداري فساد په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د یوې ...
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې ان نن وویل چې له شمالي کوریا او متحده ایالتونو سره یوه درې اړخیزه ناسته ممکنه ده او باید په کوریا ټاپووزمه کې د اټمي ګواښونو په له منځه وړلو تمرکز وکړي. مون جې ان به راتلونکې میاشت د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وګوري په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې د مې تر پایه به له کیم جونګ اون سره وویني. د جنوبي کوریا ولسمشر وویل د کوریا ګانو تر خپلمنځي خبرو وروسته له امریکا سره د شمالي کوریا خبرې به تاریخي وي او تر هغې زیات به هم د امریکا، شمالي... Читать дальше...
د بلخ مخکیني والي عطا محمد نور نن وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند او حکومت تر منځ نوی هوکړه لیک به ژر اعلان شي...
۱۳۹۶ د افغانستان د ورزش او لوبغاړو لپاره طلايي او د بریاوو کال ګڼل کېږي. که څه هم په تېر يوه کلن مزل کې د ...
د بلخ مخکیني والي عطا محمد نور نن وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند او حکومت تر منځ نوی هوکړه لیک به ژر اعلان شي. ښاغلي نور په بلخ کې د نوروز په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د جمعیت ګوند او ارګ په ډېرو برخو کې د دغه ګوند د غوښتنو په اړه موافقې ته رسېدلي دي: "زه له هغې موافقې چې په اساس یې د جمعیت اسلامي او د دې ګوند د متحدینو غوښتنې پر ځای کېږي هرکلی کوم، له جمهوري ریاست او د هغوی محترم مرکچي پلاوي څخه هم قدر داني کوم." درې میاشتې مخکې د افغانستان جمهوري ریاست اعلان وکړ چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي استعفی منلې ده. Читать дальше...
په کابل کې مزارشریف ښارونو کې د نوروز په مناسبت د جنډې اوچتولو مراسم روان دي. هر کال په همدې مناسبت په مزارشریف ښار کې د حضرت علي په روضه کې د جنډې اوچتولو مراسم د زرګونو کسانو په ګډون ترسره کېږي. په کابل کې هم چې د مزارشریف ښار په څېر کلک امنیت نیول شوی دی د جنډې پورته کولو مراسم په سخي زیارت کې روان دي. په کابل کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د کورنیو چارو وزارت مرستیال مراد علي مراد خبرې وکړې او د امنیت د نیولو ډاډ یې ورکړ. هغه همدراز وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکړ که سوله ونه کړي وبه ځپل شي.
د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو ۸۵ ګولۍ را ویشتلي دي. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ په ناړۍ او دانګام ولسوالیو د تو پونو ۸۵ ډزې کړي چې په دانګام کې یو کور ویجاړ شوی او ۵ سره څاروي پکې وژل شوي دي. دغه بریدونو له تېرو ۷ کالو په وقفه يي ډول دوام لري.
د اسرائیل پوځ د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې یې د سوریې پر مشکوکو اټمي تاسیساتو بمباري کړې ده...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости